ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ډبرو سکرو د يوه کان د استخراج چارې پيل شوې

پکتيکا کې د ډبرو سکرو د يوه کان د استخراج چارې پيل شوې

author avatar
12 Aug 2022 - 10:48
پکتيکا کې د ډبرو سکرو د يوه کان د استخراج چارې پيل شوې
author avatar
12 Aug 2022 - 10:48

ښرنه (پژواک، ٢١ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو يو کان تثبيت شوی او د استخراج چارې يې يوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې.

د پکتيکا د کانونو او پټروليم رييس مولوي نظر‌ګل صياد پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى تخنيکي ټيم د سرروضې ولسوالۍ په ګلردين سيمه کې د ډبرو سکرو يو کان تثبيت کړی دی.

هغه وويل، د سيمې خلکو د یاد کان له تثبيت وروسته د ډبرو سکرو د ايستلو غوښتنه کړې وه چې د ولايت د کانونو او پټروليم رياست د اصولي پړاونو په نظر کې نيولو سره د خلکو دا غوښتنه تر وزارت پورې رسېدلې او منل شوې ده.

د نوموړي په وينا، له یاد کان څخه د ډبرو سکرو د ايستلو چارې پرون پيل شوې چې د سيمې لسګونه اوسېدونکو ته به په کې کاري زمينه برابره شي.

صياد وايي، دا چې دغه کان د کلي د خلکو په شخصي ځمکه کې تثبيت شوی، نو د وزارت له لارښوونې سره سم به تر ۱۰زره ټنو پورې د ډبرو سکاره د سيمې خلک وباسي او د هر ټن پر سر به ۳۰۰۰ افغانۍ د دولت عوايدو ته جمع کوي.

هغه زياته کړه: «لس زره ټنه سکاره به دوی استخراجوي او له هغه وروسته به بيا کان معدن دولت ته سپارل کېږي.»

د يادې ولسوالۍ د ګلردين کلي قومي مشر شېرمحمد پژواک ته وويل چې په اقتصادي برخه کې کانونه دولت پیاوړی کوي او د ملا د تير حيثيت لري.

دی غوښتنه کوي، که د هېواد په هره سيمه کې کانونه تثبيت کېږي، نو حکومت دې د ايستلو چارې پيل کړي، څو حکومت ته د عوايدو ترڅنګ خلکو ته کاري زمينه هم په کې برابره شي.

بل لورته د پکتيکا ځيني اوسېدونکي دا هم وايي چې د دغه ولايت په ګيان، زيړوک او اورګون ولسواليو کې هم د بېلابېلو ډبرو کانونه شته دي، خو تر اوسه نه دي تثبيت شوي.

Views: 518

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.