ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي

پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي

author avatar
13 Aug 2022 - 17:40
پکتيکا کې د وروستيو سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي
author avatar
13 Aug 2022 - 17:40

ښرنه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): په پکتيکا کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو د دغه ولايت د مرکز په ځينو سيمو کې د خلکو ۱۰۸ کورونه زیانمن کړي چې ۱۲ یې په بشپړ ډول نړېدلي دي.

د یادې ادارې رییس مولوي مطيع‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وويل، وروستيو سېلابونو د مرکز ښرنې اړوند په ياروالو کلي، سره کلا او د ښار اړوند د دويمې حوزې په ځينو سيمو کې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

د ده په خبره، د سېلابونو له امله د خلکو د کورونو ترڅنګ د ښار په څنډو کې ځينې هټۍ هم تخريب شوې دي خو چا ته په کې ځاني زيان نه دی رسېدلی.

په مرکز ښرنه کې، د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شوي خلک له حکومته غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د سرپناه او خوراکي توکو په برخه کې مرستې وکړي.

د ياروالو کلي يوه اوسېدونکي محمد اغا جان پژواک خبري اژانس ته وويل، سېلابونو یې د کور دېوالونه نړولي او د اوسېدو خونې یې ویجاړې کړې چې د کور په بشپړ ډول د نړېدو له وېرې یې اوس بل ځای ته کډه کړې ده.

دی وايي، اقتصادي وضعيت یې ښه نه دی او بېرته د خپلې ورانې مېنې د بيا ودانولو لپاره نغدي پيسې نه لري.

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره همکاري وکړي څو سرپناه پيدا کړي او د خپلو خپلوانو په کورونو کې د مېلمه په ډول له اوسېدو خلاص شي.

بلخوا په مرکز ښرنه کې ځيني هټۍوال وايي چې د سېلابونو له امله یې هټيو ته اوبه ننوتلې او د خرڅلاو توکو ته یې زيان اړولی دی.

د امرالدين په نوم يوه هټۍ‌وال پژواک ته وويل، د تېرې شپې د سېلابونو له امله ورته ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ زيان اوښتی دی.

دی زياتوي: «موږ کور کې و چې سهار راغلو، زما او زما څنګ ته د نورو خلکو دوکانو ته اوبو ننوتلې وې، زما په دوکان کې د يو لک او پنځوس زره افغانيو شيان خراب شوي، په دې نيستي او بد اقتصادي وضعیت کې دا ډېر لوی تاوان دی چې موږ ته اوښتی، موږ غواړو چې مربوطه ادارې له موږ سره مرسته وکړي.»

د خلکو د دغو غوښتنو په تړاو د پکتيکا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس وايي چې له وروستيو سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه یې د موسسو په همکارۍ سروې پيل کړې او له بشپړېدو وروسته به له مستحقو کسانو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وشي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د زياتو اورښتونو له امله د پکتيکا په ګډون په پکتيا، خوست، لوګر، ميدان وردګ او ځینو نورو ولايتونو کې سېلابونه راووتل چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.