ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرانه څه باندې ۱۸۰۰ نور افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول

26 Aug 2022 - 11:28
26 Aug 2022 - 11:28

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې مېشت ۱۸۶۳ افغان کډوال تېره ورځ په داوطلبانه او اجباري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د هرات ولایت اړوند د اسلام کلا د کډوالو چارو امریت معلوماتو پر بنسټ لیکلي، د دغو کسانو له ډلې ۵۳۸ کسان په جبري او ۱۳۲۵ نور په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې یې ۱۲۶ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) دفتر ته ورپېژندلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، درې ورځې مخکې هم ۸۶۹ افغانان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي او ۳۸۱ نور په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.

د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا پنځه میلیون افغانان په ایران، څه باندې ۳ میلیون په پاکستان او یو شمېر نور په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

 

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version