ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د کوچنیانو پوډر ډېر یې په استفاده کوونکو کې د سرطاني ناروغیو لامل کېږي

28 Aug 2022 - 19:43
28 Aug 2022 - 19:43

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د درمل جوړولو «جانسن او جانسن» شرکت په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې له تالک څخه د ماشومانو پوډرو د تولید او پلور بندولو اعلان کړی چې د طب برخې پوهان وايي، د ماشومانو ډېری پوډر د استفاده کوونکو ترمنځ د سرطاني ناروغیو لامل کېدای شي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، «د جانسن او جانسن درمل جوړولو شرکت د ښځو له خوا له لسګونو زرو هغو قضیو سره مخ دی چې ادعا یې کړې، د دغه شرکت پوډرو موجود تالک د ازبست ترکیب لري چې په تخمدانونو کې یې د سرطان لامل شوی دی.»

خو یاد شرکت پر دې سربېره چې تل یې دا ډول ادعاوې رد کړې وايي، د لسګونو خپلواکو څېړنو پایلې ښودلې چې دغه محصول یې استفاده‌کوونکو ته بې ضرره دی.

خو جانسن او جانسن په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د نړۍوالې ارزونې د یوې برخې په توګه، موږ پرېکړه کړې چې د تالک پر ځای د ماشوم پوډر د ذرت له نشایستې تولید کړو.»

د طب برخې پوهان: نه یوازې د تالک پوډر، بلکې د ماشومانو ډېری پوډر د سرطان لامل کېدای شي.

د  کابل ښار په انتاني روغتون کې ټرینر او متخصص ډاکتر فریدالله عمري د نوو زېږېدلو ماشومانو د تالک پوډرو په اړه وویل: «نه یوازې دغه پوډر چې د جانسن یا تالک په نوم یادیږي، د ماشومانو ډېر نور پوډر هم د سرطان پیدا کېدو خواص لري، ټول پوډر نه دي څېړل شوي او په اړه یې پلټنې نه دي شوې.»
هغه زیاتوي، څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو د ساري ناروغیو مرکز یوه څېړنه ترسره کړې وه چې په کې راغلي، د نوو زېږېدلو ماشومانو دغه، په ځانګړي ډول د تالک پوډر په ماشومانو او لویانو کې د تنفسي ستونزو او سرطاني ناروغیو لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه: «هغه مېرمنې چې ډېر وزن لري، د وزن کمولو لپاره ځانګړي پوډر کاروي چې له بده مرغه له یادو پوډرو استفاده ښایي د کاروونکو ترمنځ د تخمدان د سرطان لامل وګرځي.»

سرچینې دغه راز مېرمنو ته سپارښتنه وکړه چې د دغه ډول پوډرو له کارولو ډډه وکړي.

هغه وايي، کله چې ډېری مېرمنې د خپلو ماشومانو د جلد تازه او پاک ساتلو لپاره دغه پوډر کاروي، باید هڅه وکړي چې له غاړې پورته د مخ او پزې په برخو کې یې وانه چوي.

په ورته مهال د مزارشريف په روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدبصير خبير وويل: «موږ تر اوسه په ماشومانو کې د جلد‎ د سرطان راڅرګندېدو شاهدان نه یو؛ ځکه چې د تالک پوډر تر ډېره د نوو زېږېدلو او له دوو کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره کارول کېږي، خو کومې څېړنې چې ترسره شوې، ښيي چې ښایي دغه پوډر په ماشومانو کې د سرطان لامل شي.»

نوموړی وايي، خلک بايد پرته له هغه شي چې د لويو روغتيايي موسسو له لارې خپاره شوي وي،  پر هر هغه څه باور ونه کړي چې د يو سوداګريز بنسټ له لوري خپرېږي.

یاد دواړه ډاکتران په افغانستان کې میندو ته سپارښتنه کوي کوي چې د امکان تر بریده د دغه ډول پوډرو له کارولو ډډه وکړي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نظر هم وغوښت، خو د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان وويل: «دا موضوع زموږ له چارو بهر ده.»

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version