ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د هوايي ډزو له امله دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

28 Aug 2022 - 12:21
28 Aug 2022 - 12:21

هرات ښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د خوښۍ مراسمو پر مهال په هوايي ډزو کې د یوې کورنۍ دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند محمود‌شاه رسولي د دغه خبر د تاييد ترڅنګ وويل، تېر ماښام د دغه ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په تورغونډۍ سيمه کې د يوې کورنۍ د خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې شوې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.

د رسولي په وینا، د تورغنډۍ پولیسو یو کس – چې په دغو مراسمو کې یې هوایي ډزې کړې وې – نیولی دی.

هغه زیاته کړه، له نیول شوي کس څخه یوه تومانچه ترلاسه شوې او اوسمهال د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندې دی.

په همدې حال کې، د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالقیوم هم له پژواک سره خبرو کې دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په ولسوالیو کې د خوښي مراسمو پر مهال ډزې کول یو معمول کار دی او حکومت باید د دغه ناوړه دود مخه ونیسي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version