ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیایي جام؛ سریلانکا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

1 Sep 2022 - 22:49
1 Sep 2022 - 22:49

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ اسیایي جام شل اووریزو سیالیو په لړ کې د سریلانکا لوبډلې بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره وموندله.

د دې مهمې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړۍ یې بنګله‌دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بنګله‌دېش لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو  ۱۸۳ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ.

د بنګله‌دېش له لوري عفیف حسین ۳۹، حسن رضا ۳۸ او محمدالله ۲۷ منډې جوړې کړې؛ د سریلانکا له لوري حسارنګا او کانورانتری دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف له یوې په زړه‌پورې لوبې وروسته ترلاسه کړ او لوبه یې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره وګټله. د دوی له لوري کوشال مینډس ۶۰، شناکا ۴۵ او نسانکا ۲۰ منډې جوړې کړې.

مینډس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دې بري سره سریلانکا دویم پړاو ته لاره وموندله او بنګله‌دېش له سیالیو ووت.

ټاکل شوې د جمعې په ماښام د پاکستان او هانګ‌کانګ ترمنځ لوبه وشي، ګټونکې لوبډله به دویم پړاو ته ځي او له افغانستان، هندوستان او سریلانکا سره به لوبې کوي.

Views: 590

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version