ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلوپ نړیوال بنسټ سروې: افغانان د نړۍ تر ټولو غمژن خلک دي

9 Sep 2022 - 00:52
9 Sep 2022 - 00:52

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ لخوا د یوه نوې ترسره شوې سروې له مخې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې افغانان د نړۍ تر ټولو خپه یا غمژن خلک ښودل شوي دي.

له افغانستان وروسته دویم هېواد چې خلک یې ناخوښ او خپه دي، لبنان دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، په دغه سروې کې راغلي، دا دواړه هغه هېوادونه دي چې نړۍ کې د ټولو هېوادونو پرتله خلک یې په ډېرې ناچارۍ کې ژوند کوي.

ګلوپ له تېرو څو لسیزو راهیسې هر کال دا ډول څېړنې کوي.

سږ کال دا بنسټ د خپلو تېرو کلونو تجربې سره په پرتلې وايي، د هېڅ هېواد اتباع د افغانانو په څېر د اندېښنې او ناچارۍ احساس نه درلود.

دا بنسټ چې مرکز یې په امریکا کې دی وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه د خپګان او ناچارۍ ګراف مخ پر لوړ روان و، او په ټوله کې نړۍ کې د پخوا پرتله خلک خپل ژوند او راتلونکې ته ډېر اندېښمن دي.

د ګلوپ بنسټ د شاخصونو له مخې، د یوه هېواد د اوسېدونکو د ورځنې ژوند تجربې سنجول کېږي او کتل کېږي چې خلک کومې اندېښنې لري، ورځني ژوند کې څومره تر فشار لاندې دي؟ ایا د غم او غوسې احساس لرې؟

په راپور کې راغلي، د دې شاخصونو له مخې له افغانستان او لبنان وروسته، عراق، سیرالیون، اردن، ترکیه او بنګله دیش هغه هېوادونه دي چې خلک یې تر نورو ډېر خپه او د ناخوښۍ احساس کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا هغه هېوادونه دي، چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې له سیاسي او یا اقتصادي بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان وو.

د ګلوپ د څېړنې پایله ښيي، چې کله دوی له افغانستانه د امریکایانو د وتلو او د تېر نظام له سقوط وروسته حالاتو په اړه د خلکو نظرونه پوښتل د افغانانو په عاطفي وضعیت کې پریشاني او د اطمینان نشتوالی له ورایه ښکاره کېده.

نوموړی نړیوال بنسټ لیکي، په دې موده کې د پوښتل شویو کسانو په ډله کې تر اتیا سلنې افغانانو اندېښنه لرله، د ژور خپګان کچه تر ۷۴ سلنې او د غم احساس لرلو کچه ۶۱ سلنه وه.

له بلې خوا ملګري ملتونه وايي، د ژوند، زدکړې او د اقتصادي هوساینې په برخه کې د لیسزو پرمختګ سره سره په تېرو دوو کلونو کې په دغو برخو کې شاتګ شوی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي،‌ په وروستیو دوو کلونو کې له هرو لسو هېوادونو یې نهه هغه د دغه بنسټ د بشري پرمختیا په شاخص کې ټيټې کچې ته لوېدلی دی.

کورونا وبا، د اوکرايين جګړه او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې هغه لاملونه بلل شوي چې له کبله یې نړیوال پرمختګ له خنډ سره مخ او شا ته تګ وکړي.

 

 

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version