ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غياثي: د هوا ککړتیا او تنفسي ناروغيو له امله هر کال ٢٢٨٧ کسان یوازې کابل کې مري

16 Oct 2022 - 17:48
16 Oct 2022 - 17:48

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): د عامې روغتيا وزارت مرستيال وايي، د هوا د ککړتيا او تنفسي ناروغيو له امله هر کال ٢٢٨٧ کسان يوازې په کابل کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت ‏د پلان او پاليسۍ مرستيال ډاکټر محمد حسن غياثي نن په کابل کې د اقلیمي بدلون نړۍوالې اونۍ په مناسبت غونډې ته وکړې.

غیاثي وویل چې اوس تازه سروې نه ده شوې، خو د اسيا پراختيايي بانک پخوانۍ سروې له مخې هر کال يوازې په کابل کې ۲۲۸۷ کسان د هوا د ککړتيا او تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ده وويل چې بې کېفيته تېل او د زړو موټرونو ګرځېدل د هوا د ککړتيا لامل شوي چې بايد مخنيوي يې وشي، ځکه بېلابېلې ناروغۍ ترې پيدا کېږي.

دغه‌راز په ياده غوڼډه کې د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله د هېواد اقليم سخت زيانمن شوى او بېرته رغول يې ډېر کار ته اړتيا لري.

ستانکزي وويل، پخواني شوري، امريکا او د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې بېلابېل ډوله وسلې کارولې چې له امله يې اقليم دلته سخت زيانمن شوى دى.

ده وويل چې ياد هېوادونه اوس بايد له افغانستان سره د هوا د بېرته پاکوالي په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي دا هم وويل چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځنګلونه هم وهل شوي چې له امله يې هوا ککړه شوې، خلک بايد د ځنګلونو د وهلو په مخنيوي له حکومت سره همکاري وکړي.

ستانکزى وايي، دا مهال ګڼ شمېر هېوادوال د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي خو بيا ځينو کسانو ژورې څاه‌ګانې جوړې کړې دي او له اړتيا ډېرې اوبه مصرفوي.

دغه‌راز په یاده غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې د ګلخانه‌یي ګازو په اخراجولو کې د افغانستان ونډه ٠،٠٨ ده، خو بيا يې هم هېواد له ناوړه اغېزو خلاص نه دى.

هغه زیاته کړه، په بېلابېلو وختونو کې د هېواد په سویل‌لوېدیځ، شمال او شمال‌لوېديځو سیمو کې د اورښتونو کموالي او یا هم بې‌وخته اورښتونو د افغانستان پر اقلیم منفي اغېزې کړې دي.

 همدارنګه په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم وویل، که نړۍوال اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو د چاپېریال ساتنې په برخه کې کې دې ورسره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، کومو کسانو چې د سوداګرۍ لپاره ژورې څاه‌ګانې جوړې کړې دي، حکومت بايد ورته يو مېټر ولګوي او په مترمکعب ترې پېسې واخلي.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version