کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۸): د چاپېريال ساتنې اداره وايي، له راتلونکې اوونۍ به د کابل ښار د هوا ککړتيا سنجولو په موخه شاوخوا لس الې نصب شي.
دوى دغه کار وروسته له هغه کوي چې په دې وروستيو کې د کابل ښار د هوا د ککړتيا په اړه شکايتونه او اندېښنې زيات شوي او ويل کېږي چې د نړۍ يو له هغو ښارونو دى چې هوا يې ډېره ککړه ده.
د چاپېرل ساتنې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو مسووله ليلا ساماني د لېندۍ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار د ککړتيا د معلومولو لپاره به له اتو څخه تر لسو ثابتې الې نصب شي.
د هغې په وينا، د دغو الو له مخې به د کابل ښار د هوا د ککړتيا دقيقه درجه ثبت او له خلکو سره شريکه شي.
ساماني وايي، د چاپېریال ساتنې ادارې تر اوسه په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا سنجولو لپاره کومه ثابته اله نه درلوده.
نوموړې زياته کړه چې له څو ورځو راهيسې په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د کابل د هوا د ککړ تيا په اړه ناسم معلومات خپريږي .
هغې وویل: ((سمه ده چې د کابل هوا ککړه ده خو په دومره کچه هم نه ده چې خلک اندېښمن دي.))
د چاپېرل ساتنې ادارې د نشراتو او اطلاعاتو مسووله وايي، د شپې مهال د کابل ښار د هوا ککړتیا درجه ډېره خو بيا د ورځې پر مهال چې د سون توکي ډېر نه کارول کېږي، د هوا درجه بېرته تر نورمال حالته لږ توپير لري.
ساماني زياتوي چې د هوا له سړېدو سره سم هر کال په ټول هېواد، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې هوا ککړېږي، خو د چاپېریال ساتنې اداره په دې برخه کې جدي ګامونه اخلي.
هغې په ژمي کې د هوا د ککړتيا لاملونه د نفوس زياتېدل، طبیعي عوامل، د ډبرو سکرو کارول، ترافيک، د عمومي ترانسپورټ نه شتون، د شنه کمربند نه شتون، رېګرېشنونه، بټۍ او د برېښنا کموالى په ګوته کړل.
د ساماني په وينا، د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره ۱۳ ادارې به په همغږۍ سره پنځه کلن پلان عملي کړي.
سرچینې زیاته کړه چې اوس مهال هم رېګرېشنونه، بټيو، د ناتصفیه شوو ډبرو سکرو او حمامونو د سوخت مواد برخه کې يې بدیل ورته رامنځته کړی څو له لرګيو او نورو سون موادو کار وانه خلي.
د عامې روغتيا وزارت وياند نظام الدين جليل پژواک اژانس ته وويل چې د هوا له سړېدو سره د هوا ککړتيا زیاته شوې او د ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د هوا ککړتیا له امله په لومړي ګام کې ماشومان او بيا سپین ږيري په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
جليل وايي، د هوا له ککړتيا سره د زکام، سينه بغل اونفس تنګۍ ناروغۍ ډېرېږي او خلک له ستونزو سره مخ کېږي.
هغه وويل چې د عامه پوهاوي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره عامې روغتیا وزارت روغتيايي پیغامونه جوړ کړي دي.
جلیلي وايي، د هوا له ککړتيا سره ورځ تر بلې د ناروغیو او ناروغانو شمېر زياتېږي.
په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکي هم د هوا د ککړتیا له امله اندېښمن دي.
د کابل ښار يوه اوسېدونکې مينه مريم پژواک ته وویل: ((د کابل هوا ورځ تر بلې ډېره ککړه شوې چې پرته له ماسک نه بهر نه شي وتلې.))
هغې زياته کړه چې د هوا له ککړتيا سره ناروغۍ زياتې شوې او خلک يې اندېښمن کړي دي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد عزيز وايي چې هر کال د ژمي په را رسېدو سره د کابل د هوا د ککړتيا کچه لوړېږي .
نوموړي وويل په کابل کې نفوس زيات شوی او په سلګونه زره کورونه دي چې ډېری بېوزلي خلک له ټايرونو د کور د ګرمېدو لپاره سوځوي چې هوا ککړوي.
د هغه په وينا، په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله خلک په تنفسي ناروغیو اخته کېږي چې په کراره د کابل ککړه هوا د خلکو د مرګ لامل کېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن