ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو، نغدي او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

25 Oct 2022 - 17:39
25 Oct 2022 - 17:39

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په غزني او جوزجان ولایتونو کې له ۲۲۵۶ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو، ميدان وردګو او اروزګان کې بیا له لس زرو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د غزني د سرې میاشتې له لوري پر ۱۰۰۰ اړو کورنیو د سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون او ترکیې مرسته شوي خوراکي توکي ووېشل شول.

د افغانستان سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي – چې د دغې مرستې د وېش لپاره یې غزني ته سفر کړی و – پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د غزني په مرکز او ګیلان ولسوالۍ کې پر زرو هغو اړو کورنیو ووېشل شوه چې جګړې او وچکالۍ ځپلې وې.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۴.۵ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، ۸ کیلوګرامه لوبیا، ۵ کیلوګرامه بوره، ۲ کیلوګرامه مالګه، ۱ کیلوګرام شین چای او یو پاکټ بسکویټ ورکړل شول چې تر یوه وخته به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

د یو بل خبر له مخې، په جوزجان کې له ۱۲۵۶ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د جوزجان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رئیس قاري عبادالله انصار وویل، نن له یاد شمېر کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې یوې ته ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

هغه وايي، د دغه پروګرام موخه د اړو کورنیو د اقتصادي کچې لوړول دي چې له دې وروسته به هم په دوو پړاوونو کې دغه مرستې ووېشل شي او هڅه کېږي چې له دې څخه هم ډېر له خلکو او په ځانګړې توګه له کروندګرو سره مرسته وشي.

له بلې خوا، د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ له ۲۰۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د میدان‌وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان(FAO)   له خوا د دغه ولایت د بهسود لومړۍ حصې ولسوالۍ ۲۰۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

سرچینې ويلي چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام سپینه او ۵۰ کیلوګرام توره کیمیاوي سره ورکړل شوه.

دغه‌راز د اروزګان په مرکز او دوو ولسوالیو چورې او دهراود کې پر ۸ زره کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش پيل شو.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج برخې مسوول انجنیر قدرت‌الله حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کروندګر ته به ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شي چې د ANCC موسسې په لګښت چمتو شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه ۸ زره کروندګر د یوې سروې په پایله کې مستحق پېژندل شوي چې د دغې مرستې په تر لاسه کولو سره به له خپلو کښتونو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version