ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا محمدعمر مجاهد قبر ښکاره شو

6 Nov 2022 - 18:52
6 Nov 2022 - 18:52

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): اسلامي امارت وايي، د امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر مجاهد قبر د زابل په سيوري ولسوالۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ښکاره او خلکو ته ور وښودل شو.

نوموړی په ۱۳۹۲ لمریز کال د غويي په څلورمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. څه باندې شپږ مياشتې مخکې (د غويي ۴مه) په کابل کې دهغه د مړينې د نهم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبه، د لړم ۱۵مه) په خپل ټويټر کې ويلي چې د ملا محمد عمر مجاهد قبر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ښکاره شو.

ده څرګند کړې چې د رئيس الوزراء او د کابینې غړي د زابل سوري ولسوالۍ عمرزو سیمې کې د هغه د زیارت لپاره تللي وو.

د هغه په خبره، هلته د قرآن کریم ختم وشو او له هېوادوالو وغوښتل شول چې نوموړي پسې ختمونه او دعا وکړي.

د باختر اژانس په حواله، د ملا محمد عمر مجاهد جسد د زابل د سیوري ولسوالۍ د عمرزو کلي ته څېرمه په یوه دښته کې خاورو ته سپارل شوی چې نن یې په لومړي ځل خلکو ته قبر ور وښودل شو.

سرچينې په خپل ټويتر کې ليکلي، رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد، کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او څو نور مشرانو او د هغه د کورنۍ غړي یادې سيمې ته ورغلي او دعا یې ورته کړې ده.

د راپورونو له مخې، ملا محمد عمر په ۱۳۳۹ لمریز کال کې د افغانستان په سوېل د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په “چاه هفت” کلي کې زېږېدلی و او د پښتنو هوتک قوم پر “تومزیو” پورې تړلی و.

نوموړی د خپل پلار (مولوي غلام نبي) له مړینې وروسته له خپلې کورنۍ سره د اروزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته کډه شوی و، چې له همدې امله یې ښايي اصلي ټاټوبی همدا و.

په ۱۹۹۴ کال کې چې د طالبانو اسلامي تحریک جوړ شو، دی يې د خپل مشر په توګه وټاکه.

Views: 1405

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version