ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې له ۱۳۰ مېرمنو سره د سبزیجاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه

9 Dec 2022 - 14:04
9 Dec 2022 - 14:04

مهترلام (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې ریاست وايي، په مرکز مهترلام کې له ۱۳۰ اړو او بېوزلو مېرمنو سره د سبزیجاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه چې په وسیله به یې «اچار او مربا» جوړوي او په بازار کې به یې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

د دغه ریاست رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، د سبزیجاتو پروسس دغه وسایل د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP له لوري د ۴،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۳۰ اړو مېرمنو لپاره چمتو شوي وو.

هغه زیاته کړه، هرې مېرمنې ته د ۳۵ زره افغانیو په ارزښت ۱۶ قلمه وسایل ورکړل شول چې په مرسته به یې هغوی په خپلو کورونو کې اچار او مربا جوړوي او بیا به یې په بازار کې پلوري.

دی وايي، په دې توګه به دغه مېرمنې وکولای شي د خپلو کورنیو غړو ته نفقه برابره کړي او خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

دغو مېرمنو چې د سبزیجاتو د پروسس وسایل یې ترلاسه کړي، په دې مرسته خوشحاله دي خو غوښتنه کوي چې تولیداتو ته دې یې بازار هم پیدا شي.

د مهترلام د چهاردهي کلي یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا یې هم په کور کې سبزیجات پروسس کول او اچار، مربا، روب او نور یې تولیدول خو کافي وسایل یې نه درلودل.

دا زیاتوي، مرسته شوي وسایل به یې کار اسانه کړي او د تولید کچه به یې ورسره ډېره شي.

خو دې غوښتنه وکړه چې د دوی تولیداتو ته دې په دغه ولایت او له دغه ولایته د باندې مناسب بازار پیدا شي.

لغمان د هېواد په ختیځه څنډه کې د ډېرو اوبو او ښېرازه ځمکو په لرلو د کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو د سبزیجاتو اړتیاوې پوره کړې دي.

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version