مزارشریف (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ لیکوالان او شاعران وایي، په دغه ولایت کې ادبي ناستې او هڅې کمرنګه شوې او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
دوی همداراز وایي، ادبي ناستې د ژبې، فرهنګ او ادب د ودې لپاره ډېرې مهمې دي او بايد ترسره شي.
د بلخ يوه لیکوال او شاعر سید سکندر حسیني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستیو کې په دغه ولايت کې د ادب او فرهنګ اړوندې غونډې کمرنګه شوې دي.
هغه وايي، دغه برخه ځکه زیانمنه شوې چې په هېواد کې له سياسي تحول وروسته ګڼ شمېر لیکوال او فرهنګیان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
خو ده ټينګار وکړ چې حکومت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست باید لیکوالان او شاعران ادبي ناستو جوړولو ته وهڅوي.
دغهراز يوې شاعرې او ليکوالې رابعه ایام پژواک ته وويل، پخوا په بلخ کې شاعرانو او لیکوالانو د ادبي ناستو او مشاعرو ترسره کولو ترڅنګ خپل آثار هم چاپول، خو دا مهال دا ناستې او هڅې کمرنګه شوې دي.
ایام د اوسني حکومت له لوري د ښځو پر فعالیت بندیز د دغو ناستو او هڅو د کمرنګه کېدو يو لوی لامل بولي.
همدارنګه يو بل ليکوال علي رحمان افغانزاده هم په همدې نظر دی او وايي، حکومت بايد د فرهنګ او ادب برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې، د بلخ د اطلاعاتو او کلتور پخوانی ريیس، شاعر او لیکوال صالحمحمد خلیق بیا د خلکو کمزورى اقتصاد د دغې برخې د کمرنګه کېدو لوى لامل بولي.
هغه وایي: «ډېری ځوانان بېوزله دي، فقر او ذهني او فکري فشارونو د شعر او ادب مینه ترې اخیستې ده.»
بلخوا، مسوولین بیا وایي چې حکومت د ادبي ناستو په ترسره کولو کې کوم رول نه لري.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل، د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست بېلابېلې مشاعرې او د کتابونو مخکتنې ترسره کړې دي.
ساهو دغهراز وایي چې حکومت د دغه ډول ناستو او غونډو په جوړولو کې رول نه لري؛ ځکه ټولې ادبي ټولنې کولای شي چې په ازاده توګه فعالیت او ناستې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر فرهنګیانو پژواک ته ويلي وو چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوى دى.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن