ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د پښتون زرغون اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې له روغتیایي خدمتونو شکایت لري

4 Jan 2023 - 15:19
4 Jan 2023 - 15:19

هرات (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین وایي، دغه ولسوالۍ له ۱۰۰ زرو ډېرو وګړو او ۲۴۰ کليو په درلودو سره بیا هم له ډېرو لږو روغتیايي امکاناتو څخه برخمنه ده.

د پښتون زرغون ولسوال استاد یاسر عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل: «اوسمهال په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یوازې شپږ روغتیایي کلینیکونه یا مرکزونه فعال دي، خو د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.»

د عثماني په خبره، د یادې ولسوالۍ د استوګنو یوه غوښتنه دا ده چې د بازار کلینیک دې پر یوه روغتون بدل شي څو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي ولري.

په دغه حال کې، د یادې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو کمښت او په دغو مرکزونو کې د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي شکایت لري.

د یادې ولسوالۍ د ده‌کشک کلي یو اوسېدونکی محمدامین وایي، له ډېر لرې ځایه د دې ولسوالۍ مرکز ته راغلی، خو په دغه کلینیک کې د ناروغانو لپاره درمل نشته.

نوموړي زیاته کړه: «پر ده‌کشک کلي سربېره، د څو نورو کلیو خلک هم د درملنې لپاره دغه کلینیک ته راځي، خو دلته درمل او امکانات نشته.»

د پښتون زرغون ولسوالۍ د «منزل کلي» یو اوسېدونکی عبدالله وایي، په دې ولسوالۍ کې ورځ تر بلې نفوس ډېرېدو ته په کتو، شته روغتیايي مرکزونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د هغه په خبره، د هرات سیمه‌ییزه اداره باید روغتیايي خدمتونو د خلکو لاسرسي لپاره د پښتون زرغون ولسوالۍ په ګډون، د ولایت په کچه له ټولو دغو مرکزونو ملاتړ وکړي او دې چارې ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

نوموړی وايي، خلک اوس د یوې ډېرې خفیفې ناروغۍ لپاره هم ښار ته راځي، ځکه چې د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې کافي درمل نشته.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې یاده ولسوالۍ کې د یوه اساسي او عصري روغتیایي مرکز جوړولو ترڅنګ دې د درملنې امکانات هم برابر کړي.

د یادې ولسوالۍ په مرکز کې یو روغتیايي کارکوونکی عبدالستار نوري هم د مسلکي ډاکټرانو د نشتوالي او کمو امکاناتو خبره کوي.

د هغه په خبره، اړتیا ده چې لږ تر لږه د دغې ولسوالۍ په مرکز کې یو مجهز او د غوره اسانتیاوو لرونکی روغتون جوړ شي څو د ناروغانو درملنه پکې وشي.

و مو وغوښتل چې په دې اړه د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره څوک مرکې ته حاضر نه شو.

له بلې خوا، د یاد ولایت سیمه‌ییز مسوولین هم په ځینو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د کمښت ستونزه تاییدوي او د دغو ستونزو هوارولو لپاره د یو لړ پروګرامونو خبر ورکوي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وایي: «اسلامي امارت د دغه ولایت په لرو او محرومو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو په هڅه کې دی.»

حقاني زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت له مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ به، زیانمنې سیمې چې روغتیايي مرکزونو ته اړتیا لري په نښه او هلته به روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version