ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واوره ورېدنه؛ تفریح، بوختیا او راټولېدو لپاره ښه پلمه

8 Jan 2023 - 17:54
8 Jan 2023 - 17:54

کابل (پژواک، ۱۸مرغومی ۱۴۰۱): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د واورې په ورېدو سره تفریحي ځایونو ته ځي؛ هغوی وايي، واورینې ورځې له ملګرو او کورنیو سره د راټولېدو او تفریح لپاره یوه ښه پلمه ده.

کابل د روان کال په ژمي کې نن (یک‌شنبه، د مرغومي ۱۸مه) د دویم ځل لپاره د واورې ورېدو شاهد دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ورځ تفریحي ځایونو لکه قرغې بند ته تللي، څو له خوښیو ډکې شیبې ولري.

مزمل چې نن له خپلو ملګرو سره قرغې بند ته تللی، پژواک خبري آژانس ته وویل، په واورو کې د لوبو او شورنخود خوړلو لپاره دغه ځای ته راغلي څو خپله ورځ په خوښۍ سره تېره کړي.

له بلې خوا، زلمی چې د قرغې پر سړک شورنخود خرڅوي وايي، د عادي ورځو په پرتله په واورینو ورځو کې یې کاروبار ښه وي او ډېر فامیلي مشتریان لري.

خو هغه زیاتوي چې په عادي ورځو کې یې کاروبار ښه نه وي.

په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست یو کارکوونکی عجب‌ګل وایي چې دوی نن د قرغې سړک او د هغه شاوخوا ونو پاکولو مسوولیت لري.

هغه وایي، که نن کار ته نه تلای او موټر یې درلودای، غوښتل یي له خپلې کورنۍ سره دغه تفریحي ځای ته راشي، څو کورنۍ یې دغه ورځ په خوښۍ او ښه ډول تېره کړي.

د کابل اوسېدونکی او په یوه خصوصي پوهنتون کې محصل، احمد نن له خپلو ملګرو سره د قرغې بند ته راغلی تر څو اس ځغلونه وکړي او یادګاري انځورونه واخلي.

هغه وایي، سره له دې چې چکر ته د تللو لپاره هغومره روغ زړه نه دی ورپاتې، خو د خپلو ملګرو په ټینګار قرغې بند ته راغلی څو د خوښۍ یو څو شیبې ولري.

په همدې حال کې، عبدالله چې خپل اس یې قرغې بند ته راوړی، وایي چې په واورینو ورځو کې یې کار ډير ښه کېږي او خلک له اس څخه د اس ځغلونې لپاره ډېره ګټه اخلي.

خو دغه ورځ بیا د ډېرو لپاره د کافي خوړو او د ګرم کور نشتوالي له امله د یوې سختې ورځې په څېر تېرېږي او ټوله ورځ هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

د دغو کسانو له ډلې یو هم نصیر دی چې دا ورځ پرې ښه نه تېرېږي؛ هغه چې بوټان رنګوي او د ۵ کسیزې کورنۍ مسؤولیت ور له غاړې دی، په واورینو ورځو کې د کافي پېرېدونکو په نه درلودو سره حتا ۳۰ افغانۍ هم نه شي ګټلای.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version