ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر یوه‌نیم کال کې د هېواد په کچه د اورلګېدنې۱۹۰۰ پېښې ثبت شوې دي

10 Jan 2023 - 17:48
10 Jan 2023 - 17:48

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي ریاست په هېواد کې د تېر یوه‌نیم کال په موده کې د اورلګېدنې پېښو د کمېدو خبره کوي او وايي، په دې موده کې د اورلګېدنې‎ له ۱۹۰۰ پېښو ۲۵ سلنه یې په سوداګریزو مرکزونو کې رامنځته شوې دي.

شنونکي په سوداګریزو مرکزونو کې اورلګېدنې د اندېښنې وړ بولي او وايي، دغه اورلګېدنې ډېری مهال د بې‌احتیاطۍ، غیرمعیاري ودانیو او کله کله د ناسالمو سیالیو او دښمنۍ له امله رامنځته کېږي.

د اورلګېدنې شمېرې او عوامل

د کورنیو چارو وزارت اطفايې او پېښو ته د رسېدو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه د اورلګېدنې ۱۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې، خو د تېر یوه‌نیم کال په موده کې (په ۱۴۰۰ کال او د ۱۴۰۱ کال په شپږو میاشتو کې) د اورلګېدنې۱۹۰۰ پیښې ثبت شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت د اطفایې او پېښو ته د رسېدو عمومي رییس حافظ نورالله انصار پژواک خبري اژانس ته وويل، د اورلګېدنې ډېری پېښې له اور اخیستونکو توکو سره د بی‌احتياطۍ او له اطفاییوي تجهیزاتو پرته په غیرمعیاري توګه د ودانیو جوړېدو له امله رامنځته شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، یعنې د تېر یوه‌نیم کال په موده کې د‎ هېواد په کچه د اورلګېدنې شاوخوا ۱۹۰۰ بېلابېلې پېښې رامنځته شوې چې ۱۰۰۰ پېښې یې یوازې کابل کې شوې دي.»

نوموړي د اورلګېدنې پېښو د کمېدو خبره کوي او وايي، د اورلګوونکو وسايلو د کارولو پرمهال د ښاريانو پاملرنه او د اورلګېدنې په اړه د خلکو د پوهاوي لوړوالی، د اورلګېدنې پېښو د کمېدو اصلي لاملونه دي.

په ورته مهال، د کورنيو چارو وزارت د اطفايي او پېښو ته د رسېدو عمومي ریاست د سوق ادارې  عمومي مدیر سمونمل ويس‌الدين قادري پژواک ته وويل: «په تېر يوه‌نيم کال کې چې ١٩٠٠ پېښې رامنځته شوې، کولی شو ووایو چې له دې جملې ٢٥ سلنه یې په سوداګریزو مرکزونو کې رامنځته شوې دي.»

شنونکي: د اورلګېدنې پېښې په ځانګړې توګه په سوداګریزو مرکزونو کې د اندېښنې وړ دي

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتيا پژواک ته وويل: «اورلګېدنه يوه ويجاړونکې پديده ده چې مالي او ځاني زيانونه اړوي، د هېواد په کچه د اورلګېدنې پېښې د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي په سوداګريزو مرکزونو کې د اورلګېدنې پېښو شمېرو ته په اشارې وویل، ډېری مهال په سوداګريزو مرکزونو کې د بې‌احتياطۍ او غيرمعياري ودانيو له امله دغه پېښې رامنځته کېږي.

هغه وايي، په ځينو مواردو کې د سوداګرو او د سوداګريزو ساحو د خاوندانو ترمنځ ناسالمه سيالي هم په دغه ډول مرکزونو کې د اورلګېدنې پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه وړانديز وکړ چې په دې برخه کې هر وګړى که په کور، ټولنه او يا هر ځای کې وي، بايد له اورلګوونکو وسایلو د استفادې پرمهال له ډېر احتياطه کار واخلي او اوروژنکي وسایل باید په کور، دوکان او ‎سوداګريزو مرکزونو کې موجود وي.

په ورته مهال، بل کارپوه امان‌الله هوتکي پژواک ته وويل: «موږ او تاسو په افغانستان کې وليدل چې په بېلابېلو سيمو او ښارونو کې ‎مارکېټونه سوځېږي او سوداګرو، عامو خلکو، کارګرانو او زموږ ټولو هېوادوالو ته زيانونه اوړي.»

نوموړي هم بې‌احتياطي، غيرمعياري ودانۍ او د سوداګرو ترمنځ ناسالمې سيالۍ په سوداګريزو مرکزونو کې د اورلګېدنې اصلي لاملونه وبلل.

د اورلګېدنې د مخنیوي امکانات  

د کورنیو چارو وزارت د اطفایې او پېښو ته رسېدو عمومي رییس وايي، دغه ریاست اوس‌مهال د ۳۰۰ ډولونو موټرو او ۲۰۰۰ کارکوونکو په درلودو سره فعالیت کوي.

نوموي د دغه رياست د پرسونل، وسايلو او وسايطو کموالی د دې ادارې له ستونزو وبلل او زیاته یې کړه: «ستونزې او ننګونې ډېرې دي، د حل لپاره يې ګامونه پورته شوي، ان‌شاالله دغه رياست به د ستونزو په هوارولو کې هېڅ ډول هڅه نه سپموي.»

هغه په ​​داسې حال کې چې ویل یې د دغه رياست يو شمېر وسايل او وسايط خراب شوي او ترميم ته اړتيا لري، زياته یي کړه: «٨٠ سلنه مجادلوي وسايط عوارض لري چې له څو کلونو راهيسې له فعالیته لويدلي وو، خو الحمدالله د کورنيو چارو وزارت د پاملرنې له امله، ۶۰ سلنه وسایط ترمیم شوي او پاتې نور د ترمیم په حال کې دي.»

سرچينې زياته کړه، په تېر حکومت کې دې ادارې ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، هغوی ځانګړو او نظامي برخو ته ډېره پاملرنه کوله.

هغه وايي چې د یادې ادارې د وړانديزونو له مخې پرېکړه شوې چې دغه ریاست پراخ او سټېشنونه یې ډېر شي.

ښاریانو ته سپارښتنې

شنونکو خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د اورلګوونکو وسایلو په کارولو کې دې له ډېر احتیاطه کار واخلي او په سوداګریزو مرکزونو کې یاید د اوروژنې لپاره کافي وسایل او امکانات موجود وي.

د ټولنيزو او سياسي چارو کارپوه امان‌الله هوتکي وايي: «زما په اند د مارکېټونو خاوندانو او سوداګرو ته په کار ده چې د برېښنا، اوروژنې او نورو برخو کې تخنيکي کسان ولري.»

هوتکي وویل: «که سوداګريز مارکېټونه د معيار په توګه جوړ شي، باور لرم چې د دا ډول پېښو مخه به ونيول شي، که نورې نړۍ ته وګورو، په مارکېټونو په اسانۍ سره اور نه رامنځته کېږي، ځکه چې هلته هرڅه له معیار سره سم جوړېږي.»

زیانمن شوي کسان

د کابل په خیرخانه کې د «امیني سوداګریز مرکز» اداري مدیر سیدمنصور جوشن  – چې څو ورځې مخکې په دغه مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه – پژواک ته وویل، په دغه مرکز کې د بې‌غورۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه: «د زرګران دوه وخته کار کوي او کله چې دوی له امیني سوداګریز مرکزه وتلي وو، اورلګېدنه رامنځته شوه.»

د کابل ښار په ملک اصغر څلورلارې کې د داوودزي په نوم بل سوداګریز مرکز دی چې څو مخکې اورلګېدنه پکې ارمنځته شوې وه، د دغه مرکز د حقوقي او امنيتي چارو مسوول خواجه بسم‌الله پژواک ته وويل چې په داودزي مارکېټ کې اورلګېدنه یو قصدي عمل و.

هغه زياته کړه: «د دې قضيې په تړاو مو يو کس نيولى، هغه کس چې دغه اور ورته کړى و، دا اورلګېدنه دومره لویه نه وه، خو که پر وخت نه واى ورته رسېدلي نو پراخېده او ټول مارکېټ اور اخیسته، خو یوازې یو پلورنځی چې په هغه کې فرنیچر و، په یوه دفتر کې دننه یو ۱۸ کلن هلک چې نوم مې یې نه دی په یاد، قصدي اور ورکړی و.»

نوموړي وویل، نيول شوى کس يې امنيتي حوزې ته سپارلى، خو نه پوهېږي چې ياد هلک خوشی شوى او که په زندان کې دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه وویل: «په دې قضیه کې مو لومړی یو دولس کلن ماشوم نیولی او له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې هغه له رواني پلوه ښه نه و.»

هغه زياته کړه، د شواهدو او ثبوت نه درلودو له امله چې ياد هلک دې په داوودزي سوداګریز مرکز کې اور ورته کړی وي، د خپلې کورنۍ په ضمانت خوشی شوی دی.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version