ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې خلک د موټرو کرایې له لوړېدو شکایت کوي

16 Jan 2023 - 11:44
16 Jan 2023 - 11:44

مزارشریف (پژواک، ٢٦ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو کرايې لوړې شوې خو بل لور ته حکومتي مسوولين وايي چې د لوړې کرايې اخيستو مخنيوي هلې ځلې يې پيل کړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي بهرالدین د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويو لارو مسافر وړونکو موټرو کرايه دوه برابره لوړه شوې ده.

هغه وايي: «زه غوړام چې له بلخه جوزجان ته ولاړ شم؛ مخکې کرايه ١٥٠ افغانۍ وه خو اوس موټر چلوونکي ٣٠٠ افغانۍ کرايه اخلي چې زه دومره پيسې نه لرم.»

دغه راز د سيد معروف په نوم يوه بل کس پژواک ته وويل، غواړي چې له بلخ څخه فارياب ته ولاړ شي خو کرايه لوړه شوې او د پرې کولو توان یې نه لري.

دى وايي: «مخکې له بلخ څخه فارياب ته کرايه ٤٠٠ افغانۍ وه خو اوس ٨٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.»

دغه راز د مزارشریف اوسېدونکی احمدصابر هم وایي چې د مسافر وړونکو موټرو ترڅنګ د ښاري ټکسیو کرایه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي چې پخوا د مزار ښار له مرکزه تر اماني کارتې پورې د لیني موټرو کرایه ۲۰ افغانۍ وه خو د واورې له اورښت سره یې کرایه ۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په همدې حال کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو چلوونکي بيا وایي چې د هوا له سړېدو سره يې د تېلو لګښت ډېر شوي نو ځکه یې کرایې هم لوړې کړې دي.

د بلخ – فارياب ليني موټرو یوه چلوونکي نظرمحمد پژواک ته وويل چې پخوا به یې له بلخ څخه تر فاریاب پورې په څلورو ساعتونو کې رسېدل خو اوس هوا سړه شوې، لار کې سړک يخ وهلى نو دوى اړ دي چې دغه مزل په اتو ساعتونو کې ووهي.

هغه زیاته کړه چې له همدې امله کرايې هم لوړې شوې دي.

د يادو څرګندونو په اړه د بلخ د ترانسپورت ریاست د ترانسپورتي خدماتو د تنظم او انسجام امر محمدهمایون فروتن پژواک ته وويل چې دې ادارې خپل نظارتي ټیمونه د ښار بېلابېلو تم‌ځاینونو ته استولي او هڅه کوي څو د لوړې کرایې له اخیستو مخنیوي وکړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د بلخ ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم هوا ډېره سړه شوې چې له امله يې خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version