ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سړې هوا له امله ۸ نشه‌یان مړه شوي

غزني (پژواک، ۲  سلواغه ۱۴۰۱): د غزني ښاروالي وايي، په دې وروستیو کې د سړې هوا له امله پر نشه‌يي توکو روږدي اووه کسان مړه او یو شمېر نور د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یاد ولایت ښاروال حاجي عبدالرزاق ضيايي نن (د سلواغې ۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی کارکوونکو په وروستیو دوو اونیو کې د ښار له بېلابېلو سیمو د ۷ روږدو مړي راټول کړي دي.

هغه وویل، یو شمېر نشه‌يان چې یخ وهلي، د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ضیايي زیاته کړه چې په مړه شوو کسانو کې ښځې او ماشومان نشته.

بلخوا، په غزني کې د روږدو درملنې مرکزونو مسوول ډاکټر عبدالبصیر پژواک ته وویل: «درې شپې وړاندې زموږ ولایتي مرکز ته یو روږدی کس چې یخ وهلی و، د درملنې په موخه راوړل شوی و چې نیم ساعته وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.»

د غزني د امنيې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي ګل‌احمد هم د سړې هوا له امله د اووه روږدو مړینه تاییدوي خو وايي، دوی تر اوسه ۲۸۰۰ نشه‌یان ګرمو ځایونو ته انتقال کړي دي.

هغه زیاته کړه چې پولیسو دغه کسان د ښار له بېلابېلو سیمو راټول کړي او دا لړۍ دوام لري.

بلخوا، یو شمېر هغه روږدي چې د پولیسو له خوا ګرمو ځایونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي.

د خیال محمد په نوم یو روږدی – چې اوس د پولیسو له خوا روغتون ته انتقال شوی او تر درملنې لاندې دی- وايي، دلته په راوستلو خوښ دی او په وینا يې، که د باندې پاتې وای نو د یخنۍ له امله به یې ژوند له لاسه ورکاوه.

هغه وویل: «د باندې هوا ډېره سړه وي، خوشحاله یم چې موږ یې روغتون ته راوستلي یو او درملنه مو کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، هوډ يې کړی چې له دې وروسته به نشه‌يي توکي نه کاروي.

د خیبر په نوم یو بل روږدی وايي: «نور بس ده، مواد پرېږدم، غواړم چې روغ او خاشحاله ژوند وکړم او د الله تعالی عبادت وکړم.»

د یادونې ده، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د روږدو د درملنې شپږ مرکزونه فعال دي او د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغو مرکزونو کې شاوخوا ۳۰۰ نشه‌یان بستر او تر درملنې لاندې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تودوخې درجه تر د سانتي ګراد په کچه منفي ۳۰ درجو ته ورسېده چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version