ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې له ۱۱۵ لارو او سړکونو امنیتي موانع لرې شوي

14 Feb 2023 - 13:40
14 Feb 2023 - 13:40

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، له سیاسي بدلون وروسته یې د کابل ښار له ۱۱۵ اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو او پلیو لارو امنیتي موانع لرې کړي او هغه لارې یې د خلکو پر مخ پرانیستې چې د تېر حکومت پر مهال چارواکو او زورواکو تړلې وې.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر حکومت کې د امنیت ټینګښت په پلمه د کابل ښار په یو شمېر ناحیو کې ډېرې لارې او عامې ساحې د چارواکو له لوري بندې شوې وې.

هغه زیاته کړه، هغه مهال چې به کابل ښاروالۍ د دغو سیمو د خلاصون لپاره اقدام کاوه نو هغوی به سیاسي واسطې کولې او د دوی مخه یې نیوله.

نوموړی وايي، کله چې په هېواد کې سیاسي بدلون راغی، کابل ښاروالۍ دا موضوع د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکه کړه او د دوی له لارښوونې سره سم یې د کابل ښار په یو شمېر ناحیو او سیمو کې د سړکونو، لارو او کوڅو د خلاصون پرېکړه وکړه چې پیل یې له ملي دفاع وزارت څخه وشو.

د بارکزي په خبره، په ټوله کې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته تر اوسه د کابل ښار ۱۱۵ اصلي او فرعي سړکونه، کوڅې او پلې لارې د خلکو پر مخ خلاصې شوې او دا لړۍ روانه ده.

نوموړي وویل: «سړک د خلکو لپاره دی، کوڅه د خلکو لپاره ده، د یوه چا د شخصي استفادې لپاره نه دي، موږ په هیڅ عنوان نه پرېږدو چې یو څوک سړک، کوڅه او پیاده‌رو بند کړي.»

که څه هم هغه د کابل ښار د پاتې بندو لارو د خلاصون کره وخت په ډاګه نه کړ، خو ډاډ يې ورکړ چې له پلان سره سم به نورې بندې لارې هم خلاصې شي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ دغه اقدام ستايي او غوښتنه کوي چې د ښار د نظم ساتلو لپاره دې هم ګامونه واخلي.

د کابل ښار د شېرپور سیمې اوسېدونکي توپان سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر حکومت چارواکو د دغې سیمې په ځینو سړکونو او کوڅو کې امنیتي موانع ایښي وو چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.

دی وایي، اوس‌مهال د دغې سیمې له ډېرو سړکونو او لارو امنیتي موانع لرې او خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

خو نوموړي غوښتنه وکړه چې ښاروالي دې د دغې سیمې خام سړکونه جوړ او پاخه کړي.

د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان د پنځلسم سړک اوسېدونکي فردوس پژواک ته وویل، مخکې د دغې سیمې اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو د سړکونو او کوڅو له خلاصون سره یې پخوانۍ ستونزې حل شوې دي.

ده له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې په کابل کې د ښاري نظم لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، له پاتې لارو دې امنیتي موانع لرې او خامې کوڅې دې پخې کړي.

په ورته مهال، د کابل ښار یو شمېر موټرچلوونکي هم د کابل ښاروالۍ له دغه اقدامه خوښ دي او وايي، د سړکونو او کوڅو په خلاصون سره د دوی او خلکو ستونزې هوارې شوې دي.

رحمت‌الله چې په کابل ښار کې ټکسي موټر چلوي پژواک ته وویل، مخکې چې ځیني سړکونه او کوڅې ټړلې وې، دوی د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ وو او ټاکلي ځای ته پر وخت نه رسېدل.

هغه وایي، د سړکونو او کوڅو له خلاصون سره یې دا ستونزه حل شوې او په ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه هم څه نا څه د تېر په پرتله کمه شوې ده.

نوموړي هم له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې کابل ښاریانو ته دې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د تېر جمهوري نظام ځینو چارواکو د کابل ښار په یو شمېر مهمو سیمو (وزیر محمد اکبر خان، شېرپور، شهر نو، قلعه فتح‌الله، شش درک، کارته سه، کارته چهار، کارته پروان او نورو…) کې یو شمېر لارې او کوڅې د امنیتي موانعو په وسیله تړلې وې.»

دې چارې خلکو ته ستونزې جوړې کړې او په وار وار یې د هغوی غبرګونونه پارولي وو.

Views: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version