ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: ملي پولیسو ایران کې د کیک بوکسنګ په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

19 Feb 2023 - 17:45
19 Feb 2023 - 17:45

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د رزمي سیالیو لوبغاړو په ایران کې د کیک بوکسنګ په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ګټلی دی.

یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو په استازولۍ لسګونه لوبغاړو برخه اخیستې وه.

سرچینه وایي، په یادو سياليو کې د ملي پوليسو لوبډلې، ارمنستان، اذربايجان، عراق او پاکستان هېوادونو ته ماتې ورکړه او دویم مقام یې خپل کړ.

په اعلامیه کې راغلي: «په دې لوبلړۍ کې د کوربه هېواد ایران لوبغاړو په لږ توپیر او نومرو سره له افغان لوبغاړو لومړی مقام وګټه.»

 د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې د کورنیو چارو وزارت په استازولۍ د درېیو لوبغاړو ترڅنګ -چې ساتونکي او افسر په کې شامل وو- ۲۰ افتخاري لوبغاړو هم ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې ملي پولیسو په ورته سیالیو کې څو ځلې د اتلولۍ مقام ګتلې دی.

‍بلخوا د ورزش او المپيک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي پژواک ته وویل چې د ایران په لوبو کې له کورنیو چارو وزارت څخه ځینو کسانو په شخصي ډول ګډون کړی وو.

هغه وویل: «تر اوسه پورې د ایران نماینده موږ سره هغه جدول نه دی شریک کړی چې په دغو لوبو کې کومو ورزشکارانو مډالونه ترلاسه کړي دي او څومره ورزشکارانو په کې ګډون کړی وو.»

نوموړی وایي، د نورو لوبغاړو ترڅنګ له کورنیو چارو وزارت څخه هم کسان تللي دي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version