ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الینګار کې د یوه کانال پاکولو چارې پیل شوې

24 Feb 2023 - 14:21
24 Feb 2023 - 14:21

مهترلام (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): په لغمان ولایت کې د ۱۲ کیلومتره په اوږدوالي د یوه کانال پاکولو چارې پیل شوې چې په کې ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کانال د دغې ولسوالۍ په خواجه‌خېلو سفلا او کوڼاخېلو سیمو کې موقعیت لري.

نوموړی وایي، یاد کانال ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاکولو چارې یې د سرې میاشتې ادارې په مالي مرسته پیل شوې چې په یوه میاشت کې به پای ته ورسېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کانال په پاکولو کې هر کارګر ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي.

د الینګار د حاجي کلا سیمې اوسېدونکی عبدالوارث هم وایي چې پخوا دغه کانال تخریب شوی و خو اوس خوښ دی چې بېرته پاک کېږي او ورسره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version