ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميان د پوهنې ریيس: د ۲۴۰۰ ښوونکو او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ یو

28 Mar 2023 - 14:34
28 Mar 2023 - 14:34

بامیان (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د بامیان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په روان کال کې دغه ریاست د ۲۴۰۰ ښوونکو او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

هغوی وایي، په دغه کمښت کې د ۲۱۰۰ ښوونکو او د ۳۰۰ نورو اداري کارکوونکو او د خدماتو برخې بستونه شامل دي.

د بامیان د پوهنې رییس ناظر جعفري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د بامیان د پوهنې ریاست په ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې د  ۲۴۰۰ ښوونکو، کارمندانو او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.»

نوموړی وایي، په یاد ریاست کې د ۲۴۰۰ بستونو له ډلې ۲۱۰۰ یې د ښوونکو او ۳۰۰ نور یې د اداري کارمندانو او خدماتي پرسونل اړوند دي.

هغه زیاتوي، د ښوونکو د کمښت ستونزه له پخوا پاتې ده چې د ریاست له خوا پوهنې وزارت ته له ځلونو وړاندیز سره سره لا هم هواره شوې نه ده.

د جعفري په خبره، د بامیان د پوهنې ریاست تشکیلات ابتدایي دي چې منځني ښوونځي او لېسې ته د یوه ابتدایه ښوونځي په ارتقا سره بیا هم په تشکیل کې يې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د هر کال په تېرېدو سره د ښوونکو او اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده.

هغه د پوهنې ریاست د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، ټولو زده‌کوونکو ته شاوخوا ۷۰ سلنه درسي توکي برابر شوي دي.

هغه زیاته کړه، د زده‌کړې وضعیت ښه کېدو او د تدریس کیفیت ودې په موخه منظم نظارتي پلان هم جوړ شوی چې په ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې به په ټول ولایت کې پلی شي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې د ځوانانو هڅونې په خاطر د ښوونځيو له امرینو، عالمانو او قومي مشرانو سره منظمې ناستې روانې دي څو پوهنې ته د خلکو لېوالتیا او پاملرنه ډېره شي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند د شبرتو لېسې امر سجاد روشان وایي، درې کاله کېږي چې د دغه ښوونځي شپږ ښوونکي کم دي.

د هغه په خبره، د ښوونکو کمښت په ښوونځیو کې د بې‌نظمیو، د شاګردانو دوامداره غیرحاضريو او په ټولګي کې د درس کیفیت ټيټېدو لامل کېږي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې د ښوونکو کمښت له امله درسونو سره د زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شوې او ورسره په یاده لېسه کې ۱۵ سلنه زده‌کوونکي کم شوي دي.

د بامیان پوهنتون یوه استاد حسن خاوري په دې اړه وویل: «یوه ټولنه هغه وخت سولې، پرمختګ او واقعي پراختیا ته لاسرسی مومي چې ښوونیز سیسټم یې وده وکړي.»

د هغه په خبره، یو ښه او اغېزناک ښوونیز سیسټم له متخصصینو او مجربو ښوونکو سره تړلی دی، ځکه چې د علم او زده‌کړې اساس له ښوونځي پیلېږي.

هغه دغه راز په ښوونیز نظام کې د خلکو پر مسلکیتوب او تخصص ټینګار وکړ ویې ویل، د پوهنې وضعیت ښه کېدو په موخه لازمه ده څو ټول ښوونکي د لیاقت او تخصص پر اساس وګومارل شی.

فرشته حسیني یوې مدني فعالې په دې اړه وویل: «د هرې ټولنې پرمختګ او ثبات په هغې کې د مېشتو خلکو د پوهې کچې پورې تړاو لري، نو له تحصیل او پوهې محرومیت د ټولنې د وروسته‌والي او بې‌ثباته کېدو زمینه برابروي.»

د هغې په خبره، د راتلونکو نسلونو روزنې لپاره د نجونو تحصیل د اهمیت وړ دی او د هغو زده‌کړې د یوې کورنۍ د باسواد کېدو او په راتلونکي کې د یوې ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.

د بامیان د پوهنې رییس په دې اړه وایي، په مرکز کې یې د بامیان د معارف ستونزو په تعقیبولو او وړاندیزونو د پوهنې وزیر له خوا دغه ولایت ته ۲۰۰۰ بستونه منظور شوي دي.

د هغه په خبره، کله چې منظور شوي بستونه د وزیرانو له شورا هم تایید شي، په بامیانو کې به د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې په بامیانو کې ۳۶۸  لومړني اومنځني ښوونځي اولېسې فعال دي، ۱۴۹ زره ۵۷۶ شاګردان لري چې له ۶۹ زره ډېر یې نجونې دي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version