ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې افغانستان ته په ماتې ورکولو ددرې اړخیزه سیالیو اتلولي خپله کړه

31 Mar 2023 - 01:18
31 Mar 2023 - 01:18

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو په پای لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا یوه ورځنۍ سیالۍ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوې.

پای لوبې ته افغانستان او بنګله دېش لاره موندلې وه، په پای لوبه کې افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه، خو توپ وهونکی سم ونه ځلیدل او ټوله لوبډله په ۳۷ اورونو کې په ۱۴۳ منډو وسوځېدله.

د بنګله دېش لوبډلې یاد هدف په څلورویشتم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دغې بریا سره بنګله دېش ددې سیالیو اتلولي هم خپله کړه.

افغانستان په ګروپی سیالیو کې دوه ځلې سریلانکا او یو ځل بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او پای لوبې ته یې لاره موندلې وه.

د افغانستان محمد شاه اغا ددې سیالیو غوره توپوهونکی او بشیر احمد افغان چې ۱۳ لوبغاړي یې سوځولي وو، غوره توپ اچونکی اعلان شو.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version