ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې له ۳۳ چاپي رسنیو څخه دوه يې فعاليت لري

8 Apr 2023 - 14:38
8 Apr 2023 - 14:38

مزارشریف (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): په بلخ کې په تېرو دوو لسیزو کې ۳۳ چاپي رسنیو د فعالیت جوازونه اخېستي، خو دا مهال یوازې دوه يې فعالیت کوي.

د تړل شوو رسنیو مسوولین یې لامل اقتصادي ستونزې ګڼي.

په بلخ کې د آویژه اونیزې مسوول عاطف ارین په دې اړه پژواک ته وويل چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وړاندې یې اعلانونه درلودل او هره اونۍ يې اونیزه خپروله او پلورله، خو اوس نه خلک ورځپاڼې او اونيزې پېري او نه يې هم مسوولين کولاى شي چې په شخصي لګښت يې چاپ کړي.

هغه وايي، د مالي او ځینو نورو ستونزو له امله يې خپله رسنۍ بنده کړې ده.

دغه‌راز په یاد ولایت کې د بلخ غږ اونیزې مسوول عبدالصبور هم د خپلې رسنۍ د تړل کېدو لامل اقتصادي او ځينې نورې ستونزې ګڼي.

هغه وایي: «په ۲۰۱۹ میلادي کال مې د اونیزې جواز اخیستی خو د جمهوریت له سقوط وروسته مې د اقتصادي ستونزو له امله خپله رسنۍ تړلې ده.»

همدارنګه په بلخ کې دا مهال یوه دولتي اونیزه (بیدار) او یوه خصوصي میاشتنۍ فعالیت لري.

د بیدار اونیزې مسوول حبیب‌الله بهمنش وایي، دغه رسنۍ له شاوخوا یوې پېړۍ فعالیت لري چې پخوا به هره ورځ زرګونه ګڼې چاپ او خپرېدله، خو اوس پر اونیزې بدله شوې او په اونۍ کې یوازې زر ګڼې چاپېږي.

په مزارشریف کې د یوې خصوصي مطبعې مسوول نجیب‌الله هم د کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او وایي، پخوا ګڼې ورځپاڼې، اونیزې او مجلې خپرېدې چې د دوی کارو بار هم ورسره ښه و، خو اوس یې کاروبار ډېر کمرنګه شوى دى.

بلخوا په شمال کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول عبدالطیف سهاک وایي چې په بلخ کې د يو شمېر چاپي او نورو رسنيو په تړل کېدو سره ګڼ شمېر خبريالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په دې اړه د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو وایي، په دغه ولایت کې په تېرو دوو لسیزو کې ۳۳ چاپي رسنیو له دغه ریاسته د فعالیت جوازونه اخيستي دي، خو دا مهال یوازې یوه دولتي او یوه خصوصي چاپي رسنۍ فعاليت کوي.

خو ساهو وایي چې حکومتي مسوولينو په دې وروستيو کې د يو شمېر چاپي رسنيو له مسوولينو سره خبرې کړې، څو يو ځل بيا خپل فعاليتونه پيل کړي.

د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم چاپي رسنۍ، راډيوګانې او ټلويزيونه تړل شوي چې له امله يې ګڼ شمېر خبريالان وزګار شوي دي.

Views: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version