ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې کارپوهان: نجونو ته د اسلامي حجاب په رعایتولو سره ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي

15 Apr 2023 - 18:32
15 Apr 2023 - 18:32

قلعه‌نو (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

تېر کال چې کله د وري په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو نو اسلامي امارت په همغه ورځ د نجونو له شپږم ټولګي پورته او منځنیو ښوونځیو درسي بهیر وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي بېرته پیل شي؛ خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.

د پوهنې وزارت یوې باوري سرچینې د روانې وري میاشتې په ۱۸مه پژواک ته ویلي وو چې دغه وزارت د نجونو او هلکانو لپاره د یونیفورم لایحه جوړه کړې او د نظرپوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې ده.

په غور کې نجونې وايي، د ښوونځیو د دروازو تړل‌کېدو له امله له سخت روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.

۱۹ کلنه شکریه چې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې او دویم نمره وه، پژواک ته وویل چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو تړلې پاتې کېدو له سختو روحي او رواني ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه چې د یوې اوږدې مودې لپاره د رواني ډاکتر تر درملنې لاندې وه ویې ویل: «د ښوونځي دروازې تړل‌کېدو زه او نورې نجونې چې د پرمختګ هیله یې درلوده، خواشینې کړې یو.»

هغې چې د طب برخه کې د زده‌کړې او باغیسي مېرمنو ته د خدمت کولو هیله درلوده زیاته کړه، اوس دغه موخو ته رسېدل ورته ناشوني دي؛ ځکه چې کورنۍ یې د دې له خوښې پرته کوژده کړې ده.

شکریه چې اوس یې کوژده کړې وايي، که له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ نه وای تړل شوي، نو ښايي کوژده یې له پوهنتونه تر فارغېدو ځنډېدلې وای.

هغه چې اوس له ډېرې ناهیلۍ سره کورنۍ او ګډ ژوند جوړوي وايي، لا هم د ښوونځیو پرانیستلو ته انتظار کوي څو خپل درسونه پای ته ورسوي او فارغه شي.

خو دا یوازې شکریه نه ده چې ښوونځي ته د تګ بندیز له امله زیانمنه شوې، بلکې ۱۶ کلنه افسانه هم -چې د قلعه‌نو ښار اوسېدونکې ده- د نجونو ښوونځیو تړل کېدو له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوې ده.

هغه وایي، د سیاسي نظام له پرځېدو مخکې په نهم ټولګي کې وه، په ډېرې لېوالیتا یې زده‌کړو ته دوام ورکاوه، خو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د بندیز اعلان هغې ته سخته روحي ضربه رسولې ده.

نوموړې چې هیله لرله په راتلونکي کې خبریاله شي وویل، تر هغه وخته چې نجونو پوهنتونو ته د تګ اجازه درلوده، نو هغه هم هیله‌منده وه چې یوه ورځ به د ښوونځیو دروازې هم  پرانیستل شي، خو د پوهنتونونو په تړل کېدو سره نور خپلو هیلو ته د رسېدو انتظار نه لري.

افسانه زیاتوي، د پوهنتونونو او ښوونځیو تړل کېدو خبر ورته  تر ټولو بد خبر و چې په پایله کې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوه.

نوموړې زیاتوي: «زه او نورې هغه نجونې چې ښوونځي ته نه شي تللې، کورنۍ مو هڅوي چې واده وکړو او کورنۍ تشکیل کړو، په داسې حال کې چې موږ غواړو لومړی لوړې زده‌کړې وکړو او وروسته له هغه ګډ ژوند پیل کړو.»

افسانه او شکریه له اسلامي امارته غواړی چې د نجونو د درس او تعلیم مخه ونه نیسي.

همداراز، د بادغیس د پوهنې برخې کارپوهان هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار کوي.

د یاد ولایت د پوهنتون استاد نثاراحمد اکبري زده‌کړې د ټولنې د ټولو وګړو حق ګڼي او وايي، ښځې هم باید د نارینه‌وو په څېر پرته له تبعیضه علم زده کړي.

نوموړی وايي، د ټولنې ټولو وګړو ته د زده‌کړو زمینه برابرول د حکومت او خلکو مسووليت دی او له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو پر اجازې ټينګار کوي.

هغه دې ته په اشارې چې ښځې د ټولنې نیمایې برخه ده زیاته کړه، له ښوونې او روزنې د ټولنې نیمایې برخې محرومول به د ټولنې د پرمختګ او ودې مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «موږ باید دا ستونزه حل کړو او د اسلامي شریعت په مراعاتولو سره اجازه ورکړو چې نجونې هم زده‌کړې وکړي او ټولنه هم پرمختګ وکړي او ستونزې هوارې شي.»

په یاد ولایت کي یوه ارواپوهه فریبا نورزایي وایي چې له ښځو د تحصیل حق اخیستل هغوی ناهیلې کوي او پر روحیې منفي اغېزې کوي.

هغې زیاته کړه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل په خلکو کې د رواني او روحي اختلالاتو، اسټرس او د کنټرول له لاسه ورکولو لامل ګرځي.

نورزایي زیاتوي، پر یادو ستونزو د خلکو اخته کېدل په دوامدار ډول د دې لامل ګرځي چې اخته کس ځان او یا نورو ته زیان ورسوي او ان ځان‌وژنې ته لاس واچوي.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل، نجونو ته د اسلامی حجاب په مراعاتولو سره د تعلیم او تحصیل د دوام اجازه ورکړي.

په یاد ولایت کې د دیني چارو پوه عبدالرفیع مطیع وایي، د دین او د قران په هیڅ ځای کې داسې څه ته اشاره نه ده شوې چې ښځې باید درس ونه وایي.

د هغه په وینا، د اسلام دین په ډېرو متنونو کې د مسلمان نارینه او ښځې پر زده‌کړو ټینګار شوی او ان د اسلام د پیغمبر ښځه هم باسواده وه.

هغه زیاته کړه: «خدای ج ښځه او نر پیدا کړي څو ځمکه اباده کړي او دا ابادي او پرمختګ ښوونې او زده‌کړې ته اړتیا لري؛ څرنګه چې نارینه د زده‌کړو حق لري ښځې يې هم باید زده‌کړې وکړي او یو څه زده کړي، څو یوه پرمختللې ټولنه ولرو. د قران کریم په هیڅ ځای کې نه دي لیدل شوي چې د ښځو له زده‌کړو سره مخالفت شوی وي.»

د هغه په اند، څرنګه چې ښځه د ژوند په ټولو برخو کې رول لري، د زده‌کړو په برخه کې هم باید ورته د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره د درس ویلو اجازه ورکړل شي.

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version