ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: روان کال کې به د هند نفوس له چین څخه ډېر شي

20 Apr 2023 - 04:13
20 Apr 2023 - 04:13

اټلانټا (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې، اټکل کېږی چې هند به د روان زېږدیز کال تر نیمايي د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد شي او چین به شاته کړي.

اټکل کېږي چې د هند نفوس به په دې موده کې  ۱،۴۲۸۶ میلیارد ته ورسېږي او د چین به ۱،۴۲۵۷ میلیارد وي.

دا اټکل ښيي چې هند به د خپل اسیايي ګاونډي په پرتله ۲،۹ میلیونه ډېر وګړي ولري.

د هند د نفوس شمېر د اټکل له مخې شوی؛ ځکه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې هيڅ سرشېمرنه نه ده شوې.

ملګري ملتونه وايي، د دوی په اټکل د چین د دوو سیمو هانګ کانګ او ماکاو او د ټایوان ټاپو وګړي نه دي شامل، دغه سیمې بیجینګ د جلا شوو سیمو په توګه پېژني چې په وینا یې، یوه ورځ به یې له خپلې اصلي ځمکې سره یو ځای کړي.

خو ټایوان د خپل اساسي قانون او ډیموکراټیکو ټاکل شوو مشرانو په دلیل ځان د چین له اصلي خاورې جلا شوی یادوي.

په نومبر کې د نړۍ نفوس له ۸ میلیارده واوښت، خو کارپوهان وايي، دا وده د پخوا په شان چټکه نه ده او اوس له ۱۹۵۰ کال راهیسې تر ټولو ورو ده.

په چین کې د ماشومانو زیږون کچه ټيټه ده؛ سره له دې چې چین ۲۰۱۶ کال کې خپله هغه پالیسي بدله کړې چې هره جوړه دې یو ماشوم وزېږوي او د دوو یا څو ماشومانو زېږېدو ته لېوال وو خو د وګړو شمېر یې به یې په راتلونکي کال په راکمېدو شي.

په هند کې هم وروستیو لسیزو کې د ماشومانو د زېږون کچه د هرې ښځې له ۵،۷ ماشومانو اوس ۲،۲ ته راښکته شوې ده.

د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق له خوا ترسره شوې سروې کې ډېرو هندیانو ویلي چې په هېواد کې یې وګړي خورا ډېر شوي او د زېږون کچه خورا لوړه ده.

نږدې هرو درېیو ځواب ویونکو کې دوو یې د وګړو د شمېر زیاتېدو په اړه د فکر کولو پر وخت اقتصادي مسئله د سترو اندېښنو په توګه یاده کړې ده.

د نفوسو ارزوونکي وايي، د چین په پرتله د هند د وګړو شمېر پر زیاتېدو باید اندېښنه و نه شي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي: «که چېرې د فردي حقونو او انتخابونو ملاتړ وشي نو د وګړو شمېر زیاتېدل باید د پرمختګ او هېلو د سمبول په توګه یاد شي.»

یادونه: په دغه راپور کې د بي‌‎بي‌سي له راپوره استفاده شوې ده.

Views: 199

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version