ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناسم دودونه او د یوې کونډې مور ۳۳ کاله له کړاوه ډک ژوند

15 Jun 2023 - 15:01
15 Jun 2023 - 15:01

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): یو افغان د خپلې مور د ژوند دردونکې کیسې کوي او وایي، مور یې په ۱۳ کلنۍ کې واده، ۱۸ کلنۍ کې کونډه او ۲۱ کلنۍ کې بیا په زور واده شوه او په ۳۳ کلنۍ کې یې له کړاوونو ډک ژوند پای وموند.

محمدنصير اماني – چې وایي، په ۲۰۰۹ کال کې په قاچاقي لارو له افغانستانه لومړۍ ایران بیا ترکیې، له هغه ځایه یونان، ایټالیا او بیا په ډېرو کړاونو جرمني ته ولاړ او له شاوخوا ۱۴ کلونو راهېسې په جرمني کې ژوند کوي –  د خپلې مور د ژوند کیسې لیکلی متن له پژواک خبري اژانس سره شریک کړ.

هغه وایي، مور یې ملکه او پلار یې محمدیاسین په ۱۳۶۴ لمریز کال کې واده وکړ، خو پلار یې -چې په نظامي برخه کې دنده درلوده- په ۱۳۶۸ کال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اماني چې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، وایي، هغه مهال – چې دی، خور او ورور یې ماشومان و- په کابل کې اوسېدل او د پلار له مړینې وروسته یې تره د ده کوچنۍ خور او ورور میدان وردګو ته بوتلل، ترڅو دی او مور یې هم ورشي او هلته یې مور بل چا ته په زور واده کړي.

خو هغه وایي، له شاوخوا درېیو میاشتو وروسته دی او مور یې اړ شول چې خپل کلي ته ولاړ شي.

اماني زیاتوي: «خپل پلرني کلا ته چې نږدې شو، نو خپله خور او ورور مو ولیدل چې خاورو کې لوبې کوي او مخونه یې خیرن، خیرن او لاس او پښې یې چاودې چاودې دي. کور ته چې لاړو مورجانې په ژړا، ژړا اوبه ګرمې کړې او زما خور او ورور یې پاک پریمنځل او لاس او پښې یې ور غوړ کړل، تره نو وخته خلک پيدا کړي وو چې نن د شپې مورجانه هغوی ته په لاس ورکړي. دا معلومات ناوخته مازدیګر زموږ د تره مشرې ښځې زموږ له مور سره شریک کړي وو. مورجانې د شپې لپاره تیاری ونیو؛ چاقو، سوټی او تبر، درې واړه یې زموږ د خوب کوټې ته – چې د تره مهمانخانه یادیده – راوړل او د دروازو شاته یې صندوقونه کېښودل، پر دغه شپه مورجانې، ما، د تره مشرې ښځې او د تره مشر زوی تر سهاره لکه د سنګر جنګیالي پيره کوله. د تره کسان راغلل او تره نیمه شپه ورووت او ورته یې وویل چې ښځه نن ډېره بیداره ده او دروازو ته یې هم تمبې اچولې نو نن کار پر مخ نه ځي سبا ته راشئ.»

د هغه په وینا، سهار یې مور وغوښتل چې له خپلو اولادونو سره بېرته کابل ته ولاړه شي، خو تره یې مخه نیوله.

هغه زیاتوي: «تره مې موږ ورڅخه کش کړو او زما د مور په وهلو یې پيل وکړ، خو د تره مې زور ورته ونه رسېد، مورجانه له کلا راووته او په ژړا یې خلک او کلیوال راټول کړل او پر موږ راټول شول. د تره زامنو مې یو وار زما ورور غېږ کې نیوه له مورجانې یې جلا کاوه او یو وارې یې زما خور غېږ کې نیوله او له مورجانې یې جلا کوله. ما ځان پر مورجانه کلک نیولی و، کلیوالو زما پر تره شور ماشور پيل کړ او تره مو د کلیوالو له شرمه موږ پرېښودو.»

نوموړی وایي، دوی د هغه د تره له کوره د خپلې مور د تره زامنو کره ولاړل، مور یې د تره زامنو ته په ژړا، ژړا شکایت وکړ، هغوی یې ننګه وکړه، ټوپک یې راوخیستل، خو تره یې تښتېدلی و او د هغې ورځې په سبا کابل ته ولاړل.

د اماني په وینا، کله چې په ۱۳۷۱ کال کابل کې کورنۍ جګړې پیل شوې، دوی اړ شول چې بېرته میدان وردګو ته ولاړ شي.

هغه زیاتوي چې له دې سره د هغه د کورنۍ د ژوند تورې شپې هم پیل شوې؛ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او تره یې د مور پلار ته مرکه ورلېږلې وه، ترڅو وروسته له هغه د تره په کور کې ژوند وکړي.

هغه وایي: «څو شپې مو د تره کره تېرې شوې، یوه شپه په حویلۍ کې شورماشور و، مورجانې د تره له ښځو پوښتنه کړې وه چې څه کیسه ده؟ دوی ځواب ورکړی و چې قرضداران راغلي او خپل قرض غواړي او له ځان سره یې وسلې او خلک هم راوستي. ناڅاپه یو سپين ږیری زموږ له تره سره کوټې ته راننوت او مورجانې ته یې وویل نوی کور دې مبارک شه!»

هغه زیاتوي: «مورجانې په ژړا او چیغو پيل وکړ، مورجانې زه له لاسه کلک ونیولم او راته یې وویل، تره دې ما په زوره ودوي! مورجانې زموږ تره ته وویل چې د شهید ورو قبر ته دې وګوره، دا کار مه کوه، زه مېړه نه کوم، تره مو ځواب کې ورته وویل چې د هغه قبر باندې اوس بوټي راشنه دي. د تره دا خبره زما هېڅکله له ذهن څخه نه وځي. خلص مورجانې او موږ درې واړو ډېر وژړل او ډېرې چیغې مو وکړې، خو د افغاني ټولنې غلط دود زموږ غږ نه اورېده.»

هغه وایي چې دی، خور او ورور یې له تره سره پاتې شول، مور یې یوه خیاط ته چې په غوږو دروند او په پښه ګوډ و واده شوه او دوی اته کاله له خپلې مور سره ونه لیدل.

د اماني په خبره، وروسته له هغه به چې یې له کوم کلیوال ماشوم سر شخړه شوه نو پيغور به یې ورکاوه چې «که چېرې ته نر یې او یا د نر زوی یې نو خپله مور دې له تره وګټه.»

هغه وایي، د هغه د مور نوي خسر له یوه کال وروسته د ده تره ته قناعت ورکړ او دی، ورور او خور یې خپلې مور ته وروستل.

هغه وویل، کله یې چې د مور نوي کور ته ورغلل، مور یې له خوښۍ په چیغو چیغو وژړل، د هغوی چاودې او خیرن مخونه او لاسونه یې ومینځل او مورنۍ مینه یې ورکړه.

خو دی زیاتوي چې له مور سره یې ۱۳ ورځې د یوه خوب په شان تېرې شوې او وروسته یې هغوی بېرته د خپل تره کور ته بوتلل چې د دوی لپاره لکه زندان هسې و.

هغه زیاتوي، وروسته یې تره له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان د کوېټې مسلم باغ سیمې ته کډه شول، دوی یې هم له ځان سره بوتلل او ده هلته له یوې مالدارې کورنۍ سره کار پیل کړ، د ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارو میاشتنۍ تنخوا په بدل کې به یې سودا ورته راوړله، د غواګانو پالنه به یې کوله او غوجلې به یې پاکولې.

هغه وویل چې څه موده وروسته ده د خپل ژوند ټوله کیسه دغې مالدارې کورنۍ ته وکړه، کورنۍ د ده پر ځای بل مزدور ونیو او دی نور په دغه کور کې د کورنۍ د یوه غړي په څېر ژوند کاوه.

هغه وایي، یوه ورځ له مسلم باغ څخه کوېټې ته ولاړ او د کوېټې ښار په زړه اډه کې یې د خپلې مور خاوند (پلندر) ولید، په لیدو یې له حیرانتیا ژبه ودرېده، هغه یې یوازې له لمنې کش کاوه، خو پلندر یې فکر کاوه چې دی کوم سوالګر دی.

اماني زیاتوي چې وروسته یې پلندر وپېژاند او بیا ورسره د هغه د مور کور ته ولاړ، مور یې یو ځل بیا خپل ورک زوی پیدا کړ او دی له هغه وروسته له خپلې مور سره اوسېده، ښوونځی یې هم پیل کړ او له خپل پلندر سره یې د خیاطۍ په دوکان کې یې هم کار کاوه.

خو اماني وایي، د ده کشر ورور او خور یې له تره سره پاتې شول او مور یې اجازه نه لرله چې له خپلو دغو دوو اولادونو سره وګوري.

د هغه په وینا، په خور او ورور یې د تره په کور کې ظلم کېده او یوه ورځ یې مور له خپل خاوند اجازه واخیسته او دواړه د تره کور ته ورغلل، تر څو هغوی هم له ځان سره خپل کور ته بوځي.

دی وایي، تره یې لومړی د هغه له مور سره ومنله چې زوی او لور یې ورسره ولاړ شي، خو وروسته پر خپلو دغو څرګندونو پښېمانه و؛ نو ځکه دی او مور یې هلته د یوه افغان قومي مخور کور ته ورغلل او ټوله کیسه یې ورته وکړه.

هغه زیاتوي، وروسته قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د ده خور او ورور یې خپلې مور ته وسپارل شي او وروسته له خپلې مور سره لاړل او نور د تل لپاره د تره له جنجاله وژغورل شول.

نوموړي وویل چې دوی، مور یې او پلندر یې په ۱۳۷۹ کال کې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته کډه شول، په ۱۳۸۴ کال کې یې مور او پلندر د واده مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلل، خو لږ وخت وروسته یې مور ناروغه شوه.

هغه وویل، کله چې د مور له ناروغۍ خبر شو نو کابل ته راغی.

اماني وایي، کله چې کابل کې د خپلې مور د پلار (نیکه) کور ته راورسېد، لومړی یې د خپلې مور پوښتنه وکړه، خو نیکه یې ورته وویل: «بچیه مور دې خپل عمر تاسو ته دربښلی او هغه وفات شوه.»

دی زیاتوي: «مور مې په ۳۳ کلنۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، زه په ۱۹ کلنۍ کې، خور په مې په شاوخوا ۱۸ کلنۍ کې او کوچنۍ ورور مې په شاوخوا ۱۷ کلنۍ کې بې‌ موره شوو.»

د هغه په وینا، د ډېرو افغان کونډو او یتیمانو ژوند همداسې تریخ دی، لکه څنګه چې د ده په مور، خور او وروڼو تېر شوی او دی د دې لپاره دا کيسې کوي چې نور ناسم دودونه له منځه ولاړ شي او ټولو ښځو ته خپل اساسي حقونه ورکړل شي.

اماني وایي چې په ټولنیزو علومو کې یې زده کړې کړي، په جرمني کې یې په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي، له څو کلونو راهېسې یې پر ټولنیزو پاڼو د ځینو ملي او ټولنیزو مسایلو په اړه د افغانانو د وېښولو لپاره   مدني فعالیتونه پيل کړي او دغو هڅو یې پر ټولنه ډېره مثبته اغیزه هم کړې ده.

Views: 2895

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version