ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

18 Jun 2023 - 15:11
18 Jun 2023 - 15:11

مزارشریف (پژواک، ٢٨ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زده‌کوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.

دوی زیاتوي چې د څښاک پاکو اوبو ته پر نه لاسرسي سربېره، په ګرمه هوا کې د خېمو لاندې زده‌کړې کوي.

دوی دغه‌راز ټینګار کوي چې د درسي بهیر پیاوړتیا په موخه یې باید د ښوونکو د کمښت او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي ستونزې هوارې شي.

د چهاربولک ولسوالۍ د شیتۍ کلي د امام فخرالدين رازي ښوونځي یوه زده‌کوونکي عزیزالله پژواک ته وويل چې دوى د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او هم يې ښوونځى ودانۍ نه لري.

هغه وایي: «ښوونکي مو کم دي، باید د ښوونکو شمېر ډېر شي، غواړو موږ ته د اوبو څاګانې او ښوونځي ته مو ودانۍ جوړه شي، ځکه ګرمه هوا کې تر خیمې لاندې زده‌کړې کوو.»

د یاد ښوونځي یوه زده‌کوونکې لیلما هم وایي چې په اوړي کې تر لمر  او ژمي کې تر واورې او باران لاندې زده‌کړې کوي.

هغې له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل او هم یې ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.

همداراز د چهاربولک ولسوالۍ د نوارد شلخي کلي د سلطان ابراهیم ښوونځي د شپږم ټولګی زده‌کوونکی سمیرخان وایي، ښوونځی یې ودانۍ نه لري او هم د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړی هم له حکومته غواړي چې ښوونځي ته یې ودانۍ جوړه او هم یې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.

په همدې حال کې، د یادې ولسوالۍ يو شمېر ښوونکي هم ورته شکايتونه لري.

د امام فخرالدین رازي ښوونځي سرښوونکی یارمحمد وایي، په دې ولسوالۍ کې ښوونکي کم دي او يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

یارمحمد زیاتوي: «لومړۍ ستونزه مو دا ده چې ښوونځی احاطه او ودانۍ نه لري، دویمه دا چې زده‌کوونکي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، درېیم دا چې څلور استادان لرو او د څوارلس ټولګیو سلګونه زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکوي.»

هغه له حکومت او مرستندويه ټولنو په ياده برخه کې د همکارۍ او جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

بل لورته، د چهاربولک د پوهنې رياست مسوولين هم تر ډېره يادې ستونزې مني.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د پوهنې آمر جمشید پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو شمېر کم دى او ترڅنګ یې له ٥٠ څخه اووه ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري.

هغه زیاتوي چې ډېری ښوونځي په شخصي کورونو کې دي او دغه ستونزې یې د یاد ولایت له اړوندو مسوولينو سره شریکې کړې دي.

جمشید ډاډ ورکوي چې د یادې ولسوالۍ د پوهنې برخه کې ټولې ستونزې به حل شي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو ويلي و چې په دغه ولايت کې ١٥٠٠ ښوونکي کم دي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version