ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین د محصلینو شمېر کمېدو ته اندېښمن دي

18 Jun 2023 - 16:52
18 Jun 2023 - 16:52

تالقان (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په تخار کې د یو شمېر خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو مسوولین د زده‌کړیالانو له لوري د تحصیل پر پرېښودو اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.

دوی وايي، وروستي بدلونونه، له هېواده د کادرونو وتل، اقتصادي بې‌وزلي او په هېواد کې له دندې پیدا کولو د ځوانانو ناهیلي‌توب هغه لاملونه دي چې له زده‌‌کړو سره یې د دوی لېوالتیا کمه کړې او د دغه وضعیت دوام له فعالیته د خصوصي پوهنتونونو د لوېدو په معنا دی او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د «راه سعادت» خصوصي پوهنتون رییس عبدالمعروف عارفي پژواک خبری اژانس ته وویل: «له وروستیو بدلونونو سره د زده‌کړیالانو شمېر د پام وړ کم شوی، له تحول مخکې مو ۳۵۰۰ محصلین درلودل چې یوه برخه یې نجونې وې چې اوس د تحصیل اجازه نه لري، دا مهال ۷۰۰ زده‌کړیالان لرو چې همدا د دوی په شمېر کې د پام وړ کموالی ښیي.»

هغه د کادرونو کډوالېدل، د کورنیو اقتصادي بې‌وزلي او له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته د دندې پیدا کولو په تړاو د محصلانو ناهیلي هغه لاملونه بولي چې په خصوصي بنسټونو کې یې له زده‌کړو د محصلینو لېوالتیا کمه کړې ده.

نوموړي وویل، په هر ټولګي کې به چې مخکې ۵۰ کسان وو، اوس یې شمېر ۱۰ کسانو ته ټیټ شوی، یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو یا خپل فعالیت ځنډولی او یا یې پلور ته وړاندې کړی چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه له سرپرست حکومته په دې برخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

د «پیمان» خصوصي لوړو زده‌کړو موسسې علمي مرستیال ذبیح‌الله خالد هم اندېښنه څرګنده کړه او پژواک ته یې وویل، وروستیو بدلونونو په هېواد کې پر تحصیلي بنسټونو ډېر منفې اغېز کړی چې د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل‌کېدل او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې له زده‌کړو سره یې د ځوانانو لېوالتیا کمه کړې ده.

د هغه په وینا، یاد خصوصي بنسټ له تحول مخکې له زرو ډېر محصلین درلودل، خو اوس له ۲۰۰ ډېر محصلین نه لري چې دا د محصلینو اتیا سلنه کمښت ښيي.

نوموړي د لوړو زده‌کړو موسسو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، د ټولو زړونه مات دي او اوس د زده‌کړو پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره هڅه کوي.

هغه دغه‌راز له سرپرست حکومته د تحصیلي بنسټونو د ملاټر غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، ځیني د چارو پوهان او د پوهنتون استادان د تحصیلي بنسټونو دغه حالت د هېواد راتلونکي ته یو جدي ګواښ ګڼي.

د تخار پوهنتون استاد صفي‌الله فایز پژواک ته وویل، که خصوصي پوهنتونونه له دغه ډول اقتصادي ستونزو سره مخ شي، د دغه ولایت نیمايي برخه ټولنه د لوړو زده‌کړو له نعمته بی‌برخې کېږي؛ ځکه چې دولتي پوهنتونونه نه شي کولی د ننني نسل اړتیاوې پوره کړي او د ټولو  د جذب ظرفیت هم نه لري.

د هغه په وینا، که د خصوصي بنسټونو ملاټر و نه شي نو ځوانان له زده‌کړو او تحصیل څخه بې‌برخې پاتې کېږي او دا د یوه هېواد راتلونکي ته جدي ګواښ دی.

په تخار کې د چارو کارپوه حنفي پارسا د خصوصي پوهنتونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، د خصوصي بنسټونو غیرفعالېدل ډېرې منفي پایلې لري.

د هغه په وینا، په تېرو ۲۰ کلونو کې خصوصي بنسټونو د پام وړ وده وکړه، اوس که ناڅاپه له رکود سره مخ شي، نو د دې لامل کېږي چې زرګونه محصلین له زده‌کړو پاتې شي او زرګونه کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «له دې لارې په کلني ډول میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته ورځي او دغې برخې ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې پر دولت دغه عواید هم بند شي، پانګه‌وال پانګونې ته لېوالتیا نه ښيي او تر ټولو مهمه دا چې د هېواد اکاډمیک او تحصیلي برخه زیانمنېږي چې دا د یوه جګړه‌ځپلي هېواد لپاره منفي پایله لري.»

د تخار ځايي مسوولینو او د لوړو زده‌کړو وزارت د دغه اندېښنو په تړاو څه ونه ویل.

خو څه موده مخکې د رییس‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکټور د ملاتړ او ودې په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د شخصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو لپاره څلور سلنه انتفاعي ربع‌واره مالیه معاف شوې ده.

بل‌خوا، د افغانستان د خصوصِي پوهنتونونو اتحادیې مطبوعاتي مسوول محمدکریم ناصري پژواک ته وویل، یو لړ پروګرامونه یې پیل کړي دي چې پر اساس به یې، له تعلیم او تحصیل سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شي چې په اړه یې له لوړو زده‌کړو وزارت سره هم خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د لوړو زده‌کړو له خصوصي موسسو د ملاتړ په موخه د دغه پوهنتونونو له مسوولینو سره په هم‎غږۍ یو ځانګړی کمېسیون جوړی کړی چې په پایله کې یې د پوهنتونونو څلور سلنه مالیه معاف شوې او هڅه کېږي چې د زده‌کړو د شخصي بنسټونو برېښنا هم له سوداګریزې استوګنیزې ته بدله شي، څو د فعالیت لوېدو له ګواښ سره مخ نه‌شي.

هغه له تحصیل سره د محصلینو نه لېوالتیا لامل اقتصادي ستونزې بولي او ډاډ ورکوي چې له حکومت سره په هم‌غږۍ د خصوصي پوهنتونونو پر پښو درولو لپاره هڅې کوي.

د هغه په خبره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴۰ د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعالیت کوي چې دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو د ستونزو د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version