ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې د ښځینه ښوونکو نه‌شتون  او د حکومتونو نه پاملرنه په دغو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځیو د نشتوالي لاملونه بولي.

د باغيس غورماچ، د فراه بکواه، د غزني ګېرو، ناوه، اب‌بند، اجرستان او ګيلان، د اروزګان دهراوود، چارچینو او چنارتو، د کندهار ښوراوک او ارغستان، د هلمند نهرسراج، سنګین، بغني، دیشو، باغران او بهرامچه او د خوست دوه منده هغه ولسوالۍ دي چې د نجونو لومړني ښوونځي هم نه لري.

بادغیس

د بادغيس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي روزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې تر اوسه د نجونو ښوونځي نه دي جوړ شوي.

هغه زياتوي: «يو دليل يې دا دی چې عنعنوي ستونزه ده او ډېر خلک يې علاقمند نه دي او بله دا چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ښځينه ښوونکې نشته؛ خو په ټوله کې مو له امارته غوښتنه دا ده چې دې برخه کې توجه وکړي.»

د بادغيس د پوهنې رييس مولوي محب‌الله احسان وايي، پخوا د غورماچ ولسوالۍ لپاره د نجونو یو ښوونځی منظور شوی و، خو کله چې دغه ولسوالي د فارياب ولایت اړوند شوه نو بستونه يې دغه ولایت ته ولېږدول شول.

هغه زیاتوي، اوس چې دغه ولسوالي بېرته د بادغيس اړوند شوې، د نجونو د یاد ښوونځي بستونه لا هم د فاریاب د پوهنې ریاست په تشکیل کې دي او دوی هڅه کوي چې دغه بستونه بېرته بادغیس ته راولېږدوي.

احسان زياتوي: «موږ پلان لرو چې په دغې ولسوالۍ کې له شپږم ټولګي کښته د نجونو ښوونځي جوړ کړو، هڅې مو روانې دي؛ دا زموږ او د غورماچ د اوسېدونکو غوښتنه ده.»

فراه

د فراه د بکواه ولسوالۍ قومي مشر غلام‌سخي جمالي هم وایې چې په دې ولسوالۍ کې له پخوا د نجونو ښوونځي نشته.

د هغه په وینا، د یادې ولسوالۍ د خلکو غوښتنه ده چې هلته د نجونو ښوونځي جوړ شي د ښځینه ښوونکو نشتوالی یوه ستونزه ده.

نوموړی زياتوي، ياده ستونزه يې د فراه د پوهنې له رياست سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د فراه د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم وایي: «په بکواه ولسوالۍ کې د شوره‌خانه نسوان په نوم یو منځنی ښوونځی لرو، خو هغه بند دی او معلمین یې نشته.»

زعيم زياتوي چې په بکواه کې د ځينو موسسو له لوري د نجونو لپاره د سواد زده‌کړو ټولګي شته، خو ښوونځي نشته.

غزني

د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدګل وایي چې د حکومتونو له لوري دې ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده شوې او هلته د نجونو ښوونځي نشته.

د هغه په وینا، پخوا د یادې ولسوالۍ خلکو د نجونو ښوونځیو ته ډېره پاملرنه نه لرله، خو اوس يې چې غواړي حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی سعیدالله هم وایي چې دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي نشته.

هغه زياتوي: «حکومت ته مو وړاندیزونه نه دي کړي، که حکومت مهرباني وکړي او زموږ له ویلو پرته ښوونځي راته جوړ کړي دا به نیک او ښه اقدام وي.»

د غزني د اب‌بند ولسوالۍ اوسېدونکی حافظ ترکی وایي چې په دغې ولسوالۍ کې هم د نجونو ښوونځي نشته.

هغه زياتوي، اوس خلک هڅه کوي چې سره منسجم شي او له حکومته وغواړي چې هلته د نجونو ښوونځي جوړ کړي.

د غزني د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکی مجیدخان وايي، د جمهوریت په لومړیو کې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي جوړ شول، خو له څه مودې وروسته خلکو د امنیتي دلایلو له مخې نجونې ښوونځیو ته له تګ نه وګرځولې.

هغه زياتوي، اوس يې څو، څو ځله له اسلامي امارت څخه غوښتي چې په یادې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي جوړ کړي. ده وویل چې د یاد ولایت د پوهنې رياست ورسره ژمنه کړې، خو تر اوسه عملي کړې نه ده.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي مومن وویل، په دې ولسوالۍ کې د سوېډن موسسې له لوري په کم شمېر نجونو ته سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي وو، خو اوس هغه هم بند شوي او هلته د نجونو ښوونځي نشته.

د غزني د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول قاري صبغت‌الله احمدي وایي، دوی هڅې کړې څو په یادو ولسوالیو کې نجونو ته لومړني ښوونځي جوړ کړي او په دې اړه يې له وزارت سره خبرې هم کړې دي.

ده وویل، په یادو ولسوالیو کې د نجونو لومړنیو ښوونځیو لپاره د ښوونکو پر ګومارلو، د ودانيو جوړولو او نورو مسایلو غور روان دی.

هغه زیاتوي، د پوهنې ریاست پلان لري چې په دغو ولسواليو کې د سوېډن، یونیسف، پاملرنې او نورو همکارو موسسو په مرسته له شپږم ټولګي کښته د نجونو سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي، څو له زده‌کړو پاتې نه شي.

اروزګان

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن علي وايي چې په دې ولسوالۍ کې له پخوا د نجونو ښوونځي نشته.

هغه زياتوي: «تعلیم پر نر او ښځه فرض او انساني حق دی، نو باید اړوند ادارې دغه حقوق تر ټولو ورسوي؛ له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه تر شپږم ټولګي دې د نجونو د زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړه.»

د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالکریم وايي چې په دغې ولسوالۍ کې هم د نجونو ښوونځي نشته.

هغه زياتوي: «دا چې اوس امن راغلی او ټولو سیمو کې د پرمختګ او تعلیم زمینه برابره شوې، نو له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې د نجونو لپاره د تعلیم او ښوونځیو ته د تګ زمينه برابره کړي.»

د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي شریف‌الله هم وویل چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي نشته.

هغه وایي: «له کلونو راهيسې موږ د نجونو ښوونځي نه لرو، په دې برخه کې پخواني دولت هېڅ توجه نه ده کړې، له امارته مو غوښتنه دا ده چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځي پرانېزي.»

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس وايي، د دغه ولايت په درېيو ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو نشتون له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې ستونزه ده.

دی زياتوي چې د ولایت مقام او پوهنې ریاست په ګډه هڅې پيل کړې څو د ولایت په ټولو برخو کې تعلیمي مرکزونه فعال کړي.

کندهار

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ قومي مشر حاجي سعدالله وایي، په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې نجونې ښوونځيو ته تللې، خو وروسته د کتابونو، په ښوونځيو کې د ښوونکو نشتون او نورو ستونز له امله د نجونو ښوونځي بند شول.

هغه وايي، د یادې ولسوالۍ خلک غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي فعال شي، ترڅو نجونې هم زده‌کړې ترسره کړي.

د کندهارد  ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکی پيرمحمد وایي، په دغې ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو ښوونځي نشته او دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې ښوونځي ورته فعال کړي.

هغه وايي، په یادې ولسوالۍ کې په بېلابېلو وختونو کې د نجونو ښوونځي فعال شوي، خو بیا بېرته بند شوي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم په یادې ولسوالۍ کې ځیني کسان نجونې ښوونځيو ته نه لېږي، خو ډېر کسان بیا غواړي چې اولادونه یې زده‌کړې وکړي.

هغه وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې په تېرو کلونو کې کله به مکتبونه خلاص وو، کله به بند وو؛ کله، کله خو به د هلکانو مکتبونه لا بند وو، جنګونه به وو، نو مکتب د چا په یاد لا نه وو، خو اوس ډېر خلک مکتبونه غواړي چې اولادونه یې درس ووايي.»

د کندهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي حسن شاه اغا حقاني وایي، په ډېرو ولسوالیو کې مخکې هم د نجونو ښوونځي نه وو، خو له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسي فعال شوي او دغه راز دوی هڅه کوي چې په ښوراوک او ارغستان ولسوالیو کې هم د نجونو ښوونځي فعال کړي.

هغه وویل: «موږ پلان لرو چې په دغو ولسوالیو کې د خلکو له اړتیا سره سم ښوونځي فعال کړو، موږ په ډېرو ولسوالیو کې ښوونځي فعال کړي چې پخوا یې یا تشکیل نه وو او که وو هم فعالیت به یې بند وو، خو اوس هڅه کوو چې ستونزه حل کړو.»

هلمند

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی ولي محمد وایي، په تېرو څلورو لسیزو کې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی جوړ شوی، خو هغه هم د جګړو له امله له منځه تللی او فعالیت یې درېدلی دی.

دی وایې: «زموږ نجونې ټولې له زده‌کړو محرومې دي، که چېرې مکتب را ته جوړ شي او یا مدرسه را ته جوړه شي دا به ښه شي.«

د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محمدشعیب وايي، که څه هم په دې ولسوالۍ کې د هلکانو ۱۲ ښوونځي شته، خو د نجونو هیڅ ښوونځی نشته.

دی وایي چې د تېر حکومت پر مهال هلته د نجونو یو ښوونځی جوړ شو، خو له هماغه وخت راهیسې د دغه ښوونځي په ودانۍ کې هم هلکان زده‌کړي کوي.

د هلمند نوې جوړه شوې د بغني په نوم ولسوالۍ اوسېدونکی اخترمحمد هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځي نشته.

هغه زياتوي، د دې سيمې اوسېدونکي غواړي چې نجونې يې ښوونځيو ته ولاړې شي، خو نه ښوونځي شته او نه هم ښځينه ښوونکې.

د هلمند د دیشو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد جمعه، د دغه ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي او د همدغه ولایت د باغران ولسوالۍ اوسېدونکی اخترمحمد وايي، په دغو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته.

اخترمحمد وایي: «اصلا د دې ولسوالۍ (باغران) اوسېدونکي خپلو نجونو باندې زده‌کړې نه کوي.»

د هلمند د پوهني ریاست د نشراتو مدیر شاه‌ولي شیرزاد هم وایي چې د دغه ولایت په نهرسراج، سنګین، بغني، باغران، دیشو او بهرامچې ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خو هڅې روانې دي چې په دغو ولسواليو کې نجونو ته لومړني ښوونځي جوړ شي.

خوست

د خوست د دوه‌منده ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي نېک‌بادشاه ځدراڼ وايي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځی نشته. هغه زياتوي: «په تېر جمهوري نظام کې څو ځله د اړوندو ادارو مسوولينو له خوا د نجونو د ښوونځيو جوړولو په موخه ځايونه په نښه شول، خو تر اخرې ورځې پورې يې پرې عملي کار ونه کړ.»

دی زياتوي، په ياده ولسوالۍ کې داسې څوک نشته چې د نجونو له ښوونځيو سره دې مخالفت وکړي.

د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر حضرت مومن هم تاييدوي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي نشته او لامل يې هم د تېر پخواني حکومت ناغېړي ده.

دی وايي چې تېر حکومت د خلکو دغې روا غوښتنې ته پام نه دی کړی.

هغه زیاتوي: «موږ د پوهنې رياست ته پلان ورکړی چې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي جوړ کړي او رياست ډاډ راکړی چې د دوی پلان يې وزارت ته لېږلی او هيله لري چې مثبتې پايلې به له ځان سره لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې وړم کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

Views: 329

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version