ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د م.م ځانګړی همغږی‌کوونکی: سرپرست حکومت دې د نړۍوالې ټولنې اندېښنې له پامه نه غورځوي

23 Jun 2023 - 03:02
23 Jun 2023 - 03:02

اټلانټا (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بهرنيو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون هادي سينيرلي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه اسلامي له امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري خو ځینې اندېښنې یې هم باید له پامه ونه غورځول شي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، امیرخان متقي په دې کتنه کې سینیرلي ته وويل، په تېرو کلونو کې ستونزه دا وه چې بهرنيو راپور ورکوونکو د افغانستان حساسيتونه نه شوای درک کولای خو اوس ستاسو اوږدې کاري تجربې ته په کتو هیله ده چې وتوانيږئ د حکومت د لاسته راوړنو او د ولس غوښتنو په منعکسولو سره افغان حکومت او نړۍواله ټولنه سره نږدې کړئ.

په ورته وخت کې فریدون هادي سينيرلي اوغلو وويل، له هغه وخته چې د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزوونکي دنده ورسپارل شوې، له مختلفو غړو هېوادونو سره يې خبرې اترې کړې او داسې احساسوي چې نړۍواله ټولنه لېواله ده څو له اسلامي امارت سره ښکېلتيا کې ښه والی راولي؛ ځکه چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، سوله او ثبات رامنځته شوي، فساد له منځه تللی او مهم پرمختګونه شوي دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سیمه‌یيزو لویو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لوبولای شي، نو له همدې کبله په افغانستان کې ثبات ارزښت لري او هيڅوک هم نور دلته جګړه نه غواړي.

فریدون زياته کړه، له دې ټولو سره سره نړۍواله ټولنه ځينې اندېښنې لري چې اسلامي امارت يې بايد له پامه ونه غورځوي.

د یادونې ده، فریدون له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني او د افغانستان بانک له مشر سره هم لیدلي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version