ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ماشومان پر نس‌ناستي اخته شوي

25 Jun 2023 - 12:03
25 Jun 2023 - 12:03

پل‌علم (پژواک، ٤ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېره يوه اونۍ د نس‌ناستي پر ناروغۍ اخته ۲۰۰ ماشومان دغه روغتون ور وړل شوي چې له ډلې يې يو ماشوم مړ شوى دى.

لوګر کې د نایب امین‌الله خان ولایتي روغتون د ماشومانو متخصص ډاکټر صفي‌الله سلیمانخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېره یوه اونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغۍ اخته شوي، د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

هغه دغه راز زیاتوي: «د هوا له تودېدو سره ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغي ډېره شوې، د وړمې اونۍ په پرتله په تېره يوه اونۍ کې پر نس‌ناستي د اخته ماشومانو په شمېر کې ٣٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.»

نوموړي له کورنيو غوښتنه وکړه چې پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي څو ماشومان په دغه شان ناروغيو اخته نه شي.

دغه راز د مرکز پل‌علم اړوند د «التمور» سیمې یوه اوسېدونکي شېرباز پژواک ته وویل، د هوا تودوخې درجې لوړېدو سره په مرکز پل‎علم او ولسوالیو کې سلګونه ماشومان د نس‌ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاتوي: «زما درې ماشومان د نس‌ناستې پر ناروغۍ اخته شوي او اوس په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي؛ له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې په روغتونونو کې د ناروغانو درملنې لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي.»

د لوګر د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اتل وزیر پژواک ته وویل، په ډېرو کورونو کې ماشومان د نس‌ناستې پر ناروغۍ اخته شوي او د ولسوالۍ او ولایت په روغتونونو کې پر دې ناروغۍ اخته سلګونه ماشومان بستر دي.

نوموړی زیاتوي: «ماشومان مې ټول د نس‌ناستې اخته شوي، ناروغي یې زیاته ده، په ډېرو شخصي روغتونونو وګرځېدو، خو هيڅ ګټه یې ونه کړه، اوس مو د لوګر ولایتي روغتون ته راوړي چې درملنه یې وشي.»

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین پژواک ته وویل، د تېرو درېیو میاشتو په پرتله په ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغي ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

خو دې وايي، هڅه پیل شوې چې په روغتونونو کې پر نس‌ناستې اخته ماشومانو درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.

نوموړی زیاتوي، د ماشومانو کورنۍ هم باید روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او کوم ماشومان چې پر نس‌ناستې اخته شوي، د درملنې لپاره ژر تر ژره نږدې روغتونونو ولېږدوي.

نس‌ناستي هغه ناروغي ده چې د هوا په تودېدو سره ډېرېږي او لوى لامل يې دا دى چې يو شمېر میکروبونه د هوا په ګرمېدو فعالېږي او د نورو په پرتله د ماشومانو په وجود کې ژر جذب او ماشومان پر دې وژونکې ناروغۍ اخته کوي.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version