ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا په ګرمېدو سره سمنګان کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي

د هوا په ګرمېدو سره سمنګان کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي

author avatar
21 Jun 2023 - 16:06
د هوا په ګرمېدو سره سمنګان کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي
author avatar
21 Jun 2023 - 16:06

سرپل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په سمنګان کې روغتیایي مسوولین په داسې حال کې د موسمي ناروغیو له ډېرېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي پرسونل او بسترونو له کمښته شکایت لري.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر ډاکټر سیدعثمان حمیدي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ لکه زړه‌بدوالی او نس‌ناستی ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د روان کال په وري میاشت کې پر نس ناستي اخته ۱۶۰۰ ناروغان او غويي میاشت کې ۳۵۰۰ ناروغان په ولایتي روغتون کې ثبت شوي، خو په غبرګولي میاشت کې دغه ناروغۍ ډېرې شوې دي چې ۴۳۰۰ پر اسهال اخته ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې او دا شمېرې ښيي چې دغه ناروغي ورځ تر بلې ډېرېږي.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر په وینا، لویان او ماشومان ډېر پر یادې ناروغۍ اخته کېږي چې ځیني وخت دغه اسهالات د کولرا له امله وي.

ډاکټر حمیدي وایي: «اوسمهال په ولایتي روغتون کې کافي اندازه درمل شته او په هغه صورت کې چې دا ناروغي له کنټروله ووځي او یا هم کولرا خپره شي، په هغه صورت کې به ډېر درمل، ډېر پرسونل او ډېر بسترونه د ناروغانو لپاره ولرو.»

نوموړي پر یادو ناروغیو د خلکو په ځانکړې توګه د ماشومانو د اخته کېدو لاملونه د څښاک پاکو اوبو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او ناسمه تغذیه بولي او زیاتوي چې دغه مسایل په ګډه سره د دغو ناروغیو د ډېرېدو لامل ګرځي.

ډاکټر حمیدي له مسوولینو هم وغوښتل چې د سمنګان ولایتي روغتون انتاني سرویس ژر تر ژره فعال کړي، څو وکولای شي چې خلکو ته د درملو، مسلکي پرسونل او روغتیايي خدمتونو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

یوه مور فهیمه چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته راغلې، د ناروغانو له ډېرېدو او د بسترونو او طبي پرسونل له کمښته شکایت لري او د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

هغې وویل: «ماشوم مې پر نس‌ناستي اخته شوی و او روغتون ته راغلم، وضعیت خراب دی، په یوه چپرکټ کې دری تر څلور ناروغان بستر دي او ډېرې ستونزې شته، باید لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.»

یوه بله مور، مېرمن نظیفه چې ماشوم یې بستر دی، د روغتون له بد حالت او ناروغانو ته د مناسب بستر له نشتوالي شکایت کوي او وایي، که څه هم ډاکټران شپه او ورځ هڅه کوي څو د ناروغانو درملنه وکړي، خو دولت نه دی توانېدلی چې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل‌پلو، د یوه ناروغ پایوازې رونا وویل چې په دغه روغتون کې ډېرې ستونزې شته او د مسلکي پرسونل، د ځای او طبي امکاناتو کمښت ته یې اشاره وکړه او له مسوولینو غواړي څو لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.