ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

1 Jul 2023 - 16:33
1 Jul 2023 - 16:33

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ، د اسلامي امارت مشر ویلي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ دغه‌راز يوناما وايي چې د بشري حقونو په تړاو نړۍوال اقدامات په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې په معنى نه ده او چين بيا ويلي، کابل په ځینو برخو کې لاسته‌راوړنې لري خو د نړۍوالو غوښتنې دې په پام کې ونیسي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ا.ا.ا: د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوو او چاته اجازه نه ورکوو زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
  • ملا عبدالغني برادر: بهرنيان افغانان هڅوي څو خپل هېواد پرېږدي.
  • پوټزل: افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو نړۍوال اقدامات، په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې په معنى نه ده.
  • چین: اسلامي امارت په ځینو برخو کې لاسته‌راوړنې لري خو د افغانانو او نړۍوالې غوښتنې دې په پام کې ونیسي.
  • يو شمېر بهرنيو هېوادونو، افغانو مېرمنو او ديني عالمانو يو ځل بيا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
  • د امر بالمعروف وزارت: د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړئ او څوک مه پرېږدئ چې حقوق یې تلف کړي.
  • ملي دفاع وزارت: تاجکستان او ازبکستان دې د افغانستان چورلکې بېرته کابل ته وسپاري.

مرګ‌ژوبله

تېر اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

راپورونه ښيي، په پکتیا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي وو، فاریاب کې يوه شل کلنه نجلۍ د خپلو تره زامنو له خوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوې، پروان کې يو کس خپل ۲۰ کلن زوی او ۱۸ کلنه لور وژلي او ورېندار يې ټپي کړې او په همدغه ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو يو کس وژلی دی.

امنيتي چارواکي وايي، کابل کې د استخباراتو رياست منسوبينو له انسان‌تښتوونکو د يوه کس د ژغورلو پر مهال نښته شوې او یو انسان‌تښتوونکی ټپي شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي وو او څلور نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

لوی اختر او د افغانستان اوسنيو او پخوانيو مشرانو پيغامونه

د اسلامي امارت مشر مولوي هبة‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

هغه ويلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغنده سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر بيا په خپل اختریز پیغام کې ويلي، بهرنيان غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه کمزورى وښيي او افغانان هڅوي څو خپل هېواد پرېږدي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوټزل وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو نړۍوال اقدامات، د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې په معنى نه دي.

دغه‌راز، چین ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ځینو برخو کې لاسته‌راوړنې لري خو د دې ترڅنګ په کار ده چې افغانان د نړۍوالو غوښتنې په پام کې ونیسي او ملاتړ یې جلب کړي.

په ورته مهال، د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، ولس له جنګسالارانو د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل.

هغه ویلي: «د نظام پر شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي؛ همدا مشروعیت ته د رسېدو لار ده.»

د افغانستان د مخکني حکومت د پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له نړۍ غوښتي، هیله لري چې اقتصادي ستونزو او سخت وضعیت ته په کتو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه نړۍوال راپورونه

د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هېوادونو کې د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد د یاد انسټېټیوټ موندنې ناسمې بولي او وايي، د نړۍ د ناامنو هېوادونو د نوم‌لړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نه‌دي.

دغه‌راز، د ګالوپ نومې موسسې یوه نظر پوښتنه په ډاګه کوي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال اوږدو کې د نړۍ په کچه یو ډېر خواشینی هېواد و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي خپاره کړي راپور کې ویلي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکايي حکومت ناسم مدیریت، د ولسمشرانو- ټرمپ او بایډن- پرېکړې د تېر افغان حکومت د پرځېدو او د «طالبانو» د بیا واکمنېدو لامل وګرځېدې.

د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانیستو غوښتنه

تېره اونۍ، د المان، اندونيزيا، جنوبي افريقا، فرانسې، لختن‌اشتاین او منګوليا د بهرنيو چارو وزيرانو د مغولستان په پلازمېنې اولان باتور ښار کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

دغه راز، په غزني او کابل کې يو شمېر نجونو او مېرمنو له اسلامي امارته وغوښتل چې دغه پرېکړې لرې کړي، نجونو ته د تعليم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي. همداراز د پروان ځينو دیني عالمانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې له شپږ ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د «قلم لار»  ټولنې مشر او د نجونو زده‌کړو برخې ملاتړي مطیع‌الله ویسا د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال، بيا د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست ټولو ولایتي رییسانو ته ویلي چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او څوک پرې نه‌ږدي چې حقوق یې ضایع کړي.

دفاع وزارت: تاجکستان او ازبکستان دې د افغانستان چورلکې بېرته راوسپاري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه غوښتي چې دغو هېوادونو ته د افغانستان لېږدول شوې چورلکې دې بېرته کابل ته وسپاري.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د سياسي تحول پر مهال، شاوخوا  ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې دي.

بشري مرستې

ایسلنډ د روان زېږدیز کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴۰ میلیون ایسلنډي کرون (شاوخوا ۲۹۴ زره امریکایي ډالر) مرسته اعلان کړه.

دا په داسې حال کې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبليواېف‌پي) مشرې خبرداری ورکړی چې د اوسنيو وړاندوينو له مخې، د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.

Views: 151

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version