ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د سپین او سرو زرو پلورونکي: ټولنه کې د فقر له امله مو کاروبار پیکه شوی

6 Jul 2023 - 16:37
6 Jul 2023 - 16:37

تالقان (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): په تخار کې د سرو او سپینو زور ځیني پلورونکي په ټولنه کې بي‌وزلي او اقتصادي ستونزې د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل ګڼي او وايي، د پخوا په پرتله د ګاڼو د پلور کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې ده.

په تخار کې د سرو زرو یوه پلورونکي شهاب‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د سرو زرو پېر او پلور کم شوی؛ ځکه د ده په وینا، خلک له بي‌وزلۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د اقتصاد بازار څرخ درېدل او د پانګونې نشتوالی لامل شوي چې خلک ګاڼې ونه پېري، په دې وروستيو کې د ګاڼو د پلور کچه ۶۰ سلنه ټيټه شوې چې هټۍوال يې اندېښمن کړي دي.

یو سپینو زرو یو پلورنکی حسیب‌الله غفوري وايي: «د سپینو زرو کاروبار د مخکې کلونو په پرتله کمرنګه شوی، پخوا به مو په منځني ډول د ورځې تر ۶۰ پورې پېرېدونکي لرل، خو اوس دغه شمېر په بې ساري ډول ټيټه شوی، موږ د خپلو هټيو کرايې په ورکولو کې له ستونزو سره مخ يو.»

هغه له حکومته غواړي چې د سپینو زرو له صنعته ملاتړ وکړي څو دا صنعت له منځه ولاړ نه شي.

هغه زیاته کړه، په تېر حکومت کې یې په اوسط ډول هره ورځ له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ ګرامو سپین زر پلورل چې اوس  دا اندازه له پنځوسو، ۱۲۰ ګرامو ته راټیټ شوې ده.

د هغه په باور، په کورنیو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې څو خلک نور د ګاڼو پېرلو ته زړه ښه نه کړي.

په تخار کې د سپینو زرو یو بل پلورونکی حکیم وايي: «سره له دې چې په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلو له خوا په دغه ولایت کې د طلا پلورونکو ترور له امله اندېښمن یم، خو اقتصادي ستونزې د زیوراتو پېر او پلور کميدو عمده لامل دی.»

رامین احمدي چې له کلونو راهیسې په یاد ولایت کې زرګري کوي وایي: «پخوا به کاروبار ښه و، لس نفره شاګردان مې درلودل، له همدې لارې یې ژوند پر مخ ووړ، خو په دې وروستیو کې د بازار پیکه کېدو له امله مې ټول رخصت کړل، اوس ځیني وخت خپل ورځنی لګښت هم نه شم پوره کولای.»

هغه هم اقتصادي ستونزې او وروستي بدلونونه د زیوراتو د بازار پیکه کېدو لامل ګڼي.

د تخار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، پخوا د تالقان پر زرګریو ډېر بېروبار و، خلکو به ډېر خرید کاوه، خو په دې ورځو کې يې د پلور بازار ډېر پیکه شوی دی.

دغه راز، نذیراحمد چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او تخار ته د تفریح ​​لپاره راغلی وايي، د دغه ولایت سپین زر ښه کیفیت لري، له خلکو غواړي چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره له خپلو صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي.

خو د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر مولوي ضیاالدین دلاوري که څه هم په دغه ولایت کې د زیوراتو بازار رکود ردوي، ډاډ ورکوي چې حکومت په هر حالت کې له صنعت‌کارانو ملاتړ کوي څو د پېر او پلور بازار یې غوړېدلی پاتې شي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version