ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې سلګونه کورنۍ د اوبو کموالي له امله له خپلو سیمو کډه شوې دي

6 Jul 2023 - 18:59
6 Jul 2023 - 18:59

میمنه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب ځيني اوسېدونکي د څښلو اوبو له کمښته شکایت لري او وایي، وچکالي او د کروندو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو ډېر مصرف د څاه‌ګانې وچېدو لاملونه دي.

د کرنې او اوبو لګولو ریاست او سیمه‌ییز مسوولین په یاده برخه کې د خلکو ستونزې تاییدوي او خبرداری ورکوي، که د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه او غیرمسوولانه استفاده دوام وکړي، د المار ابګردان، دهندره او د خشت پل بندونه جوړ نه شي، د فاریاب په ځانګړي ډول د میمنې ښار اوسېدونکي به په څو راتلونکو کلونو کې د اوبو له قحطۍ سره مخ شي.

د میمنې ښار د بلوچخانې د ګذر وکیل احمدسهیل خاشع پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرله‌پسې وچکالیو، ژورو څاه‌ګانو کیندنو، په کروندو او باغونو کې د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده د دې لامل شوي چې د کورونو څاه‌ګانې وچې شي او خلک د څښلو اوبو له کمښت سره مخ شي.

خاشع وویل چې په دې وروستیو کې د میمنې ښار د اوبو رسونې شبکه هم کمزورې شوې او د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

هغه له حکومتي مسوولینو وغوښتل څو د ځمکې لاندې له اوبو د استفادې مخه ونیسي، د ستونزو او د خلکو اندېښنو لرې کېدو لپاره باید د المار ابګردان او دهندرې بندونو پاتې کارونه بشپړ شي او د خشت پل بند جوړولو ته هم جدي پاملرنه وشي.

د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د ګذرونو وکیلانو رییس حاجي امام نظر جاوېد وایي، د نهو ګذرونو اوسېدونکي چې شاوخوا ۹۰۰۰ کورنۍ کېږي، د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او ځينو کورنیو د اوبو د کمښت له امله خپل کورونه پرېیښي دي.

جاوېد وویل: «د اوبو څاه‌ګانې وچې شوې او ځینې یې د استفاده وړ نه دي، د اوبو رسونې شبکه چې مخکې په دمقول سیمه کې د یوې موسسې له خوا جوړه شوې وه، له کاره ولوېدلې، په ځلونو مو د ځایي ادارې مسوولینو ته د اوبو د کمښت بحران د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې، خو همکارۍ د ژمنو تر بریده وې.»

د دمقول پایان سیمې یو اوسېدونکی عبدالرحیم چې د څښلو اوبو لپاره د بلوچخانې سیمې یوې وقفي څاه ته راغلی وایي چې هره ورځ له خپلو درېیو څلورو ګاونډيانو سره د اوبو وړلو لپاره راځي، ساعتونه ساعتونه منتظر وي څو نوبت ورته ور ورسېږي.

نوموړي وویل، د دې ترڅنګ چې د اوبو راوړلو ته ساعتونه منتظر پاتې کېږي، د ورځې له ۱۰۰ ډېرې افغانۍ د ریکشې کرایه هم ورکوي.

هغه زیاته کړه، مخکې د دمقول سیمې اوسېدونکو د اړتیا وړ اوبه له یادې شبکې چې د یوې موسسې له خوا جوړه شوې وه، تامینېدې خو څو میاشتې کېږي چې د دې شبکې پمپ سوځېدلی او کار نه کوي، له امله یې سلګونه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دغه راز د ولسوالیو د ځينو سیمو اوسېدونکي هم د څښلو اوبو له کمښته شکایت لري.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د شورقول سیمې یو اوسېدونکی قربانعلي چې ۷ کیلومتره فاصله یې وهلې او د دې ولسوالۍ خواجه قفشري سیمې ته راغلی وایي چې هره ورځ له هرې کورنۍ یو کس او یوه مرکبه د اوبو وړلو لپاره سرګردانه وي.

هغه وویل: «په شورقول سیمه کې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ اوسېدې خو د اوبو کمښت د دې لامل شو چې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ سیمه پرېږدي او کډه وکړي.»

د شورقول سیمې یو اوسېدونکی حاجي عبدالرسول چې خپله سیمه یې پرېیښی وایي، څو کاله کېږي چې د دې سیمې خلک د اوبو له قحطۍ سره مخ دي، د تېر حکومت پر مهال یې په ځلونه غوښتنه وکړه څو یې د اوبو ستونزې ته رسېدنه وکړي، خو د وخت مسوولینو ورته پاملرنه ونه کړه.

نوموړي وویل: «د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول کونډې او هغه ماشومان چې پلرونه یې په ایران کې دي، ژمی او اوړی له یوه خره سره باید ۷ کیلومتره لار ووهي څو د خپلې اړتیا وړ اوبه له خواجه قُشری راوړي.»

Views: 224

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version