ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

10 Jul 2023 - 16:05
10 Jul 2023 - 16:05

شبرغان (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د جوزجان د سرحدنو، قومونو او قبایلو ادارې رییس مولوي غلام‌نبي صمیم وايي، د ډاکتر ظهور او حاجي عثمان کورنیو ترمنځ دغه د‍ښمني د قومي مشرانو د پرله‌پسې ناستو په پایله کې هواره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دغه ډول ناستې ګټورې دي او دواړو ښکېلو لورو له خبرو اترو وروسته نن د چنګاښ ۱۹مه وپتېیله چې دې دښمني ته د پای ټکی کېږدي.»

هغه زیاته کړه: «دښمني او جګړې د حل لار نه ده او په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ ډېری خلکو د دغو شخړو زیاتې ترخې پایلې زغملې دي.»‎

د ده په خبره، هر هېوادوال باید په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د رامنځته شوو شخړو هواري کې د منځګړي رول ولري او ترمنځ یې د سولې راوستو لپاره هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ ټول مکلف یو چې د کورنیو او قومونو ترمنځ شخړې له منځه یوسو او د مشرانو په لارښوونو عمل وکړو.»

د شخړې د یوه لوري غړي ډاکټر ظهور وویل: «له نن څخه ۳۰ کاله مخکې زموږ او حاجي عثمان کورنیو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې پر تاوتریخوالي واوښته او په دې موده کې د دواړو کورنیو ۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

هغه زیاته کړه: «زموږ او حاجي عثمان کورنیو ترمنځ څو ځلې وسله‌والې نښتې وشوې چې تل به له دې امله زموږ د سیمې خلکو ته زیان اوښت او له دغه وضعیته اندېښمن وو.»

هغه د یادو کورنیو ترمنځ د شخړې له هواري د خوښۍ په څرګندولو وویل: «نن ډېر خوشحاله یم چې د سپین‌ږیرو په منځګړتوب زموږ د کورنیو ترمنځ سوله وشوه او دېرش کلنه دښمني پای ته ورسېده.»

په ورته مهال، یو شمېر قومي مشران او دینې عالمان د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د یادو ښکېلو کورنیو ترمنځ د سولې ټینګولو له امله د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس له هڅو هرکلی او د شخړو پر دې ډول هواري ټینګار کوي.

په پای کې دواړو کورنیو یو سند لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي او یو بل ته به زیان نه رسوي.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version