ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

6 Feb 2024 - 11:28
6 Feb 2024 - 11:28

کندوز (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د کندوز یو قومي مشر اغامیر ناصري چې د نورو قومي مشرانو په همکارۍ یې د یادو دوو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړیتوب کړی وايي چې دغه دښمني ۴۰ کاله مخکې د دوو ترونو زامنو ترمنځ رامنځته شوې وه او په دې موده کې له دواړو خواوو دوه کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی وو.

هغه زیاته کړه: «څو میاشتې مو هڅه وکړه چې د یادو دوو کورنیو ترمنځ سوله وکړو، الحمدالله زموږ هڅو نتیجه ورکړه، نن تاسو وینئ چې موږ دغه دوه کورنۍ د قومي مشرانو، حکومتي مسوولینو او علماوو په شتون کې سره پخلا کړې.»

ناصري زیاته کړه، که هر لوري له پرېکړې سرغړونه وکړه، د پنځه میلیون افغانیو په ورکولو به جریمه شي.

ورته مهال، د شخړې دواړه اړخونه چې ترمنځ یې څلوېښت کلنه دښمني پای ته رسېدلې وايي، اوس خپل عادي ژوند ته بېرته ور وګرځېدل او له نورو هغو کسانو چې په خپل منځ کې شخړې لري، غواړي څو سره پخلا شي.

شخړه کې ښکېل زړګي وویل: «له څلوېښتو کلونو راهیسې زموږ ترمنځ دښمني وه، ژوند مو ډېر ستونزمن و، له اسلامي امارت او قومي مشرانو ډېره مننه کوو چې زموږ ترمنځ یې سوله وکړه او د ورورۍ فضا یې رامنځته کړه.»

شخړه کې ښکېل بل کس سرجنګ وویل: «ډېر خوښ یم چې زموږ دښمني په دوستي بدله شوه، زه له نورو هغو کسانو چې خپل منځ کې دښمني لري، غواړم چې خپلې دښمنۍ نورې پای ته ورسوي.»

ورته مهال، د کندوز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان‌الله ثاقب د خلکو ترمنځ د شخړو حل برخه کې د قومي مخورو هڅې وستایلې او ملاتړ یې ترې وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ځایي مسوولینو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په کندوز کې نږدې ۱۷۰ لویې او کوچنۍ شخړې د قومي جرګو له لوري هوارې شوې دي.

Views: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version