ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ښار د قلبرس سیمې خلک د پاکو اوبو نشتوالي له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

11 Jul 2023 - 17:39
11 Jul 2023 - 17:39

تالقان (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د قلبرس سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي د اندېښنې په څرګندولو وايي، اړ دي تروې اوبه وکاروي چې له امله یې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

ځايي قومي مشر عبدالرزاق له پژواک سره خبرو کې وویل، د تالقان ښار د قلبرس سیمې ‎اوسېدونکي له کلونو راهیسې تروې اوبه څښي او کاروي، د خلکو ماشومان پر بېلابېلو لکه پېچ او نس درد ناروغیو اخته شوي چې ستر لامل یې له تروو اوبو استفاده ده.

هغه زیاته کړه: «کله چې پر کومه ناروغۍ اخته کېږو، د سیمې کلینیک هم سم امکانات نه لري، موږ زیاتې پیسې هم نه لرو چې شخصي روغتون ته لاړ شو، زما نس اوس هم درد کوي، له حکومته غواړو چې زموږ دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.»

بل ځایي اوسېدونکی شمس‌محمد وايي چې د یادې سیمې په لسو کليو کې څه باندې زر کورنۍ ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله تروې اوبه کاروي.

ده زیاته کړه چې د تېر حکومت پر مهال څو ځله د دغې ستونزې د هواري ژمنه ورسره وشوه، خو د کلونو په ترېدو لا هم کومه پاملرنه نه ده ورته شوې چې له امله یې د کورنیو ترمنځ بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوې دي.

د سیمې دغه اوسېدونکي وویل: «موږ سخت اندېښمن یو، که وغواړو د څښاک له پاکو اوبو استفاده وکړو، مجبور یو هره ورځ په زرګونو متره واټن ووهو، څو وکولای شو پاکې اوبه ترلاسه کړو، د دې ستونزې تر څنګ، په سیمه د روغتیايي مرکزونو او برېښنا نشتوالی له نورو ستونزو دي چې خلک وروسره مخ دي.»

د تخار اوسېدونکی عبدالغفار وايي، که څه‌هم د دې سیمې په هر ځای کې د اوبو کوهي شته، خو د ټولو اوبه تروې دي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي: «زه اوس ۲۶ کلن یم او کورنۍ مې په دې ټوله موده کې تروې اوبه کارولې دي، تر اوسه نه پخواني حکومت او نه هم کومې خیریه موسسې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام کړی دی.»

نوموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې د اوبو ډېرو څاګانو سر پټ نه دی او ډېری وخت کثافات له اوبو سره یوځای کېږي چې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.

په ورته وخت کې د روغتیا برخې کارپوه عزیزالله بسیج وایي، اوبه د انسانانو لپاره یو حیاتي عنصر دی او له تروو اوبو له حد ډېره ګټه اخیستل د ځینو ناروغیو لامل لکه د پښتورګو تیږي، د مثانې تیږي، لوړ فشار او نورو ناروغیو لامل ګرځي.

نوموړی زیاتوي، همداراز له تروو اوبو له حده ډېره ګټه اخیستل د ډېرو میکروبونو د جذب لامل ګرځي چې په پایله کې د انسان په کولمو کې د چینجیو پیدا کېدو او د انتاني ناروغیو ډېریدو لامل ګرځي.

دغه راز د روغتیا برخې دغه کارپوه وایي، تروې اوبه سره له دې چې ککړې وي، د ارسنیک په نوم یو ډول زهر لري چې د انسانانو د بې وخته ناروغیو لامل ګرځي.

د هغه په وینا، د تروو یا ککړو اوبو په هر مالیکول کې ۰.۰۰۵ میلي ګرام د ارسنیک زهر لیدل کېږي چې د انسانانو د ژوند لپاره زیان رسوي.

په ورته مهال، د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملاعظمت نورمحمد پژواک سره په خبرو کې سره له دې چې د سیمې د اوسیدونکو ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې د موسسو په همکارۍ هڅې روانې دي څو د خلکو دې اندیښنې ته د پای ټکې کېښودل شي.

د هغه په وینا، ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د تالقان د زوړ ښار د چینې اوبه د پایپ له لارې قلبرس سیمې ته ولیږدوي  چې په پایله کې به یې خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version