ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوي غوښتنه کوي

11 Jul 2023 - 19:20
11 Jul 2023 - 19:20

بامیان (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): په بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، اړوندې ادارې باید د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی او په بازار کې د تېلو له ټانکونو او پرچون‌پلورنځیو څارنه وکړي.

بامیان ښار کې یوه موټرچلوونکي نجیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له څه مودې راهیسې بې‌کیفیته نفتي توکي، په ځانګړې توګه ټیټ کیفیته تېل بازار ته وارد شوي چې ډېری موټرچلوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «په دغه ولایت کې د پرچون‌پلورونکو او ټانکونو تر ډېره تېل خراب دي چې په کارولو سره یې د موټر ویکم پټرول خرابېږي، ماشین کمزوری کېږي او یو ډول غږ پیدا کوي.»

د کابل – بامیان لویې لارې یو بل موټرچلوونکی رحیم‌الله په دې اړه وايي، د تېلو ټیټ کیفیت او لوړې بیې له امله ډېرو موټرچلوونکو خپلو موټرو ته ګازي سیسټم لګولی دی.

هغه له مسوولینو او اړوندو ادارو وغوښتل څو هېواد، په ځانګړې توګه بامیان ولایت ته د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی وکړي.

بل‌خوا، د بامیان د تېلو پمپونو ټولنې رییس سید علوي وايي، ډېری نفتي توکي چې په بامیان کې پلورل کېږي له حیرتان بندر او ایرانه واردېږي.

د هغه په باور، ښايي دغه ستونزه هېواد ته د تېلو غیرقانوني وارداتو او د هغو پرچون پلورونکو له خوا – چې تر کنټرول او څارنې لاندې نه دي- د تېلو پلور له امله رامنځته شوې وي.

دغه راز د بامیان د نفتي توکو عمومي مدیر شفیق‌الله رحیمي په دې اړه وايي، له دوی سره د تېلو ثبت ټول پمپونه هره میاشت د ښاروالۍ، استخباراتو او نفتي توکو مدیریت د ګډې کمېټې له خوا څارل کېږي.

هغه زیاته کړه، په بازار کې به د تېلو هغو پرچون‌پلورونکو د فعالیت مخنیوی وشي چې له یادې ادارې سره راجستر نه دي.

خو نوموړي زیاته کړه، په مرکز کې د نفتې توکو د کنټرول ریاست «د نفتي توکو د چک او څېړلو ماشینونه» د ولایتونو اداري واحدونو ته نه دي وېشلي، له همدې امله دغه اداره نه شي کولای د نفتي توکو کیفیت معلوم کړي.

رحیمي زیاته کړه، دغه موضوع به له مرکزي دفتر سره شریکه کړي او که د هېواد په بندرونو کې د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی ونه شي، بیا به د افغانستان په هر ګوټ کې بې‌کیفیته تېل پلورل کېږي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version