ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د پاکستان له زندانونو دې افغان کډوال ژر تر ژره خوشي شي

21 Jul 2023 - 11:17
21 Jul 2023 - 11:17

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ويلي، هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې دي، بايد ژر تر ژره ازاد شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره ليدلي دي.

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پياوړتيا غواړي او باوري دی چې پاکستان او افغانستان په خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولای شي.

هغه له پاکستانه غوښتي، د سوداګرۍ پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، څو دوه اړخيزه سوداګري وده وکړي.

هغه دغه راز ویلي: «زموږ ډېر شمېر هېوادوال پاکستان کې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي او د دوی د کوربه‎توب له امله له پاکستان څخه مننه کوو، خو ځيني وخت په دې اړه دردوونکي خبرونه اورېدل کېږي، له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده چې له هغوی سره ښه چلند وکړي.»

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشي شي.

سرچينې د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو په پاکستان کې د افغانستان سفارت د تېرې غبرګولې میاشتې په ۳۰مه ویلي وو چې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته ستانه شوي خو دا يې نه وو ویلي چې څومره نور افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې دي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې، افغانستان د پاکستان په ګډون د هیڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.

مولوي عبدالکبیر ویلي: «موږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان پر زیان بولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي، موږ د داسې هېواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلې، پاکستان ته مشوره ورکوو چې د جګړو پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم په دې لېدنه کې ویلي، نړۍ باید د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د امنيت د تامين او د نشه‌يي توکو د له منځه وړو برخو کې ومني.

هغه ویلي: «موږ له افغانستان سره نېکې اړیکې لرو او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې کوو.»

نوموړي ژمنه وکړه چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشي کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې بېړني اقدامات کوي.

هغه دغه راز ویلي، پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلالاباد سړک پاتې کارونه هم پيل کړي.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version