ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان وو

27 Jan 2024 - 17:54
27 Jan 2024 - 17:54

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): تېره اونۍ جاپان او ډنمارک له افغانستان سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه، یواېن‌اېچ‌سي‌ار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زده‌کړو غوښتنه وکړه، ا.ا وايي، د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • دوحه کې د افغانستان په تړاو دویمه مشورتي غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه جوړه شي.
  • کابلوف: د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ‎غونډه جوړوي.‎
  • بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زده‌کړو بېرته پيلېدو غوښتنه وکړه؛ مولوي عبدالکبیر: ا.ا د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی.
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.
  • جاپان او ډنمارک له افغانستان سره څه باندې ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.

د راپورونو له مخې، کونړ کې چاودنې درې کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

ځایي چارواکي وايي، د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې يوه کس خپل تره، د تره مېرمن او د هغه لور په ډزو وژلي او په همدغه ښار کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په اړه د دوحې دویمه مشورتي غونډه

د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ، د افغانستان په تړاو دویمه مشورتي غونډه به د راتلونکې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر پلازمېنې دوحه کې جوړه شي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې لومړنۍ مشورتي غونډه د روان  ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې ترسره شوه، اسلامي امارت ته په کې بلنه نه وه ورکړې؛ خو تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې په یاده ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان لپاره د ناروې سرپرست سفیر پال کلومان بکر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې هغه ته د دوحې دویمې غونډې په اړه معلومات ورکړي او اسلامي امارت ته يې په ياده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ویاند دوجاریک هم ویلي چې د دوحې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي او د سیمه‌ییزو سازمانو استازي برخه واخلي.

د نجونو د زده‌کړو پیلېدو غوښتنه؛ ا.ا: د نجونو د زده‌کړو مخالف نه يو

تېره اونۍ، د سلواغې څلورمه د زده‌کړو نړۍواله ورځ وه، د دې ورځې په مناسبت يو شمېر نړۍوالو سازمانونو له اسلامي امارته وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په دغه هېواد کې د زده‌کړو اساسي حق تر پښو لاندې شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا له اسلامي امارته غوښتي چې نه یوازې له اخلاقي پلوه، بلکې د ټولنې د خیر، ښیګڼې او سولې په خاطر د هېواد ټولو وګړو لپاره د تعلیم او تربیې حق ومني.

هغې ویلي، له زده‌کړو د افغان نجونو د محرومیت دوام یوازې پر ټولو افغانانو بدې اغېزې نه‌کوي؛ بلکې په نړۍواله کچه به افغانستان منزوي هم کړي.

خو د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره په لیدنه کې ویلی چې اسلامي امارت د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی او په دې اړه د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه یوه ځانګړې کمېته کار کوي.

د يوناما راپور او د اسلامي امارت غبرګون

یوناما په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو زده‌کړو، کار او تګ راتګ په اړه خپلو محدودیتونو او د حجاب نه رعایت په تور په خپل‌سري ډول د هغوی نیولو ته دوام ورکړی او د حجاب، محرم، سفر او کار برخو کې پر نجونو او ښځو تحمیل شوي محدودیتونه او بندیزونه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت او ولایتي ریاستونو له ‌خوا عملي او تر څار لاندې نیول شوي دي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیولو ته هم اشاره شوې او راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه تر ډسمبر پورې د بشري حقونو څلور فعالانې او درې خبریالان نیول شوي چې له دې ډلې فعاله منیژه صدیقي او خبریال سلطان‌علي جوادي لا هم د «طالبانو» په بند کې دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما له خوا خپور شوی راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ بولي.

هغه ویلي: «په دغه راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شریعت د تطبیق پر مواردو شوی چې له شرعي احکامو د یوناما په ناخبري او ان په ځينو مواردو کې پر اسلامي احکامو د نیوکو بڼه لري، د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، اوس يې چې حاکمیت په لاس کې دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه په نارینه‌وو پورې اړه لري یا ښځينه‌وو پورې، بشپړ پلې کړي.»

مجاهد زیاته کړې چې د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو له خوا په شرعي بڼه د سزاګانو تطبیق او په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

د افغانستان په اړه د روسيې، چین، ایران او پاکستان غونډه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوه ‎غونډه جوړوي.‎

هغه ویلي چې د یوه ټول‌ګډون حکومت رامنځته کولو لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مبارزه به د دې غوندې اجنډا وي.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب مشره مېرمن شوکو شیموزاوا وایي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي او له هغوی سره په چلند کې له نرمښته کار واخلي.

هغې ویلي: «موږ په پاکستان کې له وزارتونو سره ناستې وکړې، د مهاجرینو ستونزې او مشکلات مو ورسره شریک کړل او غوښتنه مو وکړه چې د مهاجرینو کارتونه تمدید کړي او ورسره په چلند کې له نرمښته کار واخیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‎او‌اېم) ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوډیس سره په لیدنه کې ویلي چې پاکستان د شرایطو له په پام کې له نیولو پرته افغان کډوال په جبري توګه راوباسي چې دغه کال د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.

بشري مرستې

تېره اونۍ ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۲ میلیون امریکايي دالر مرسته اعلان او جاپان وايي چې له افغانستان سره ۳۶ ميليون ډالر مرسته کوي.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version