ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو

12 Nov 2023 - 17:05
12 Nov 2023 - 17:05

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل وغندل، افغان پلاوي له ایران سره لسګونه هوکړې وکړې او م.م پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو بندیز اندېښمنوونکی وباله.

  • ا.ا یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان په ناامنۍ کې کارول کېږي.
  • بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل وغندل.
  • افغان پلاوي له ایران سره لسګونه هوکړې لاسلیک کړې.
  • ایران او تاجکستان: افغانستان کې دې ټول‌شموله حکومت جوړ شي؛ مجاهد: حکومت مو ټول‌شموله دی.
  • ملګري ملتونه: پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو بندیز اندېښمنوونکی دی.
  • له افغانستان سره، اروپایي ټولنې ۶۱ میلیون یورو او سوېلي کوریا یو میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې د کابل ښار دشت‌برچي سيمه کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

دغه راز ځايي چارواکو ویلي وو چې ناپېژانده وسله‌والو غور کې دوه کسان او جوزجان کې د پوهنې رياست يو کارکوونکی وژلي او پروان کې غلو یو کس په خپل کور کې وژلی دی.

د راپورونو له مخې، کندهار کې د پخواني ماين چاودنې يو کس وژلی او بدخشان کې پر درېيو کسانو د نارنجک ماين چاودلې چې له امله يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د پاکستان ادعا او د ا.ا ځواب

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تور پورې کړ چې ګواکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې په هېواد کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې دي.

هغه ادعا کړې او ویلي یې وو: «تحریک طالبان پاکستان د دغه تاوتریخوالي مسووله ډله ده چې د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.»

دغه راز، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف‌علي دراني هم تازه ادعا کړې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې حضور لري.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وویل چې اسلامي امارت پاکستان کې د امنیت ټينګولو مسوولیت نه لري؛ خپل کورني مسایل دې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي دې افغانستان ته نه راجع کوي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هيچا لاس ته نه دي ورغلې، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیرقانوني اقداماتو مخه نیول شوې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګونونه

له نږدې دوو اونیو راهیسې پاکستان افغان کډوال نیسي، ځوروي یې او په زور یې وباسي او د راپورونو له مخې تر اوسه یې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستلي دي.

تېره اونۍ، د بښنې نړۍ‌وال سازمان ویلي چې پاکستان دې ژر تر ژره، په لویه کچه د افغان کډوالو ایستل او ځورول ودروي.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون هم ویلي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناوړه چلند وېرولي دي.

دغه کمېسیون له پاکستاني چارواکو غوښتي څو له دغو کډوالو سره ناسم چلند ودروي.

د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني تېره اونۍ ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل د ټولو نړۍوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، پاکستان د کډوالو ایستلو پرېکړه د اسلامي امارت، ملګرو ملتونو او د کډوالۍ په چارو کې د یاد سازمان د عالي کمېشنرۍ له همغږۍ پرته کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني په دې اړه ویلي، دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یو تعریف او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی.

د مخکني حکومت د پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې بېړني اقدامات وکړي.

دغه راز، د افغانستان د رسنیو مسوولينو او استازو تورخم کې له پاکستانه د راستنو شوو هېوادوالو غاړو کې د ګلونو په اچولو له هغوی هرکلی وکړ او له نړۍوالې ټولنې يې وغوښتل چې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

اېران ته د افغان پلاوي تګ

تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ايران ته سفر وکړ.

د راپورنو له مخې، ملا عبدالغني برادر او ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا، پر سیاسي، تعلیمي او کلتوري برخو کې پر ګډو همکاریو او ایران کې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور د افغان بندیانو پر خوشي کېدو خبرې کړې دي.

دغه راز یاد افغان پلاوي له ایران سره د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې لسګونه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه

تېره اونۍ، د ایران او تاجکستان ولسمشرانو تاجکستان کې په يوه ناسته کې، افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

خو ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌شموله حکومت دی، ټول قومونه په کې برخه لري او هیڅ هېواد حق نه لري چې د یوه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه ویلي چې هېوادونه باید د افغانستان له نظامه ملاتړ وکړي، نه له ځانګړو افرادو او اشخاصو.

افغانستان کې د نجونو د تعليم او کار په اړه اندېښنې

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستالې امینه محمد د سعودي عربستان کې د «ښځې په اسلام کې» تر نوم لاندې جوړې شوې غونډه کې ویلي، نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې دي. دې ویلي چې په دې برخه کې افغانستان کې وضعیت د پام وړ خراب دی.

دغه راز، د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، هم په ياده ناسته کې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت وایي، افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د شریعت په چوکاټ کې ورکول کېږي.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ له افغانستان سره، سوېلي کوریا د یو میلیون امریکایي ډالرو او اروپايي ټولنې د ۶۰ میلیونه یورو بشري مرستو اعلان وکړ. دغه راز اروپایي ټولنې وویل چې یو میلیون یورو پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي.

Views: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version