ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

23 Dec 2023 - 17:33
23 Dec 2023 - 17:33

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): تېره اونۍ، ځینو هېوادونو او بنسټونو له افغان کډوالو، نورو اړو افغانانو او د افغانستان د روغتیا او زده‌کړو له برخو سره ټولټال څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ ځینو هېوادونو او بنسټونو له افغانستان سره څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
  • د یوناما مشره امنیت شورا ته: له کابل سره تعامل اړین دی، خو دا د مشروعیت ورکولو معنا نه لري.
  • چین: هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.
  • بریتانیا: د سوله‌ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي یو.
  • نجونو زده‌کړیالانو د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازو د پرانیستې غوښتنه وکړه.
  • متقي: کوربه هېوادونه دې د کډوالو له موضوع سیاسي استفاده نه کوي.
  • اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت مولانا فضل‌الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان وو.

ځایي چارواکي وایي تېره اونۍ د خوست په ځاځي‌میدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا، تېره اونۍ جوزجان کې درې وسله‌وال غله له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، غزني کې درېيو کسانو د ترافيکي قوانينو د نقض په تړاو شخړه کړې چې له امله يې یو کس وژل شوی او ننګرهار کې بيا درېيو کسانو يو تن د چاقو په ګوازونو وژلی دی.

چارواکي وايي، تخار کې يو خاوند خپله مېرمن او يو پلار خپله ۱۹ کلنه لور وژلې او ناپېژانده وسله‌والو سرپل کې یو سپین‌ږیری د چاقو په ګزارونو وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د بشري مرستو دوام

د راپورونو له مخې، کاناډا د افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیون امریکایي ډالر، ناروې له نوو راستنو شوو کډوالو سره ۶.۷ میلیون ډالر او اسټرالیا له افغانستان سره ۲۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه راز، جاپان په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره نږدې ۱۱ میلیون ډالر او «د زده‌کړو نړۍوال مشارکت شبکې» د افغان زده‌کوونکو ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه او اروپايي ټولنې افغانستان کې له اړمنو د ملاتړ په موخه ۲۵ میلیون یورو (۳۲.۲۵ میلیون ډالر) مرسته کړه.

وړمه اونۍ قبرس له افغانستان سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرستې اعلان وکړ او بريتانیا ویلي وو چې افغانستان کې یې د ماین‌پاکۍ لپاره ۵،۵ میلیون پونډ مرسته کړې ده.

د نړۍ او ا.ا اړیکې

تېره اونۍ د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې ځانګړې غونډه کې چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د نشه‌یي توکو مخنیوی وستايه او له اسلامي امارت سره پر تعامل يې ټینګار وکړ، خو ويلي يې دي چې دغه تعامل د مشروعیت په معنا نه دی.

دغه راز، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیایوینګ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي، هېواد به یې هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه یې تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پرمختګ وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر رابرت ډکسن د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی او دوی د سوله‌ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي.

د نجونو زده‌کړې

تېره اونۍ، د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د فرمان له مخې تر دویم امره ‎پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز یو کال پوره شو.

تېره اونۍ یو شمېر زده‌کړیالانو پوهنتونونو ته د هغوی پر تګ د بندیز له یو کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد راتلونکي په زیان وباله، ویې ویل د زده‌کړو او تحصیل پر مهال د شرعي حجاب له مراعاتولو سره ‎هیڅ ستونزه نه لري؛ ځکه چې حجاب الهي امر دی، خو اسلامي امارت دې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

دغه راز، د ځینو افغانانو له خوا پیل شوي «د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين» هم تېره اونۍ له اسلامي امارته وغوښتل چې د نوي تعليمي کال له پيل مخکې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د هغوی پر مخ پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په وار، وار ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه موقتي دي. هغوی ویلي چې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستې لپاره کار روان دی.

«کوربه هېوادونه دې د کډوالو له موضوع سیاسي استفاده نه کوي»

د تېرې اونۍ د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړۍوالې ورځې سره برابره وه. افغان چارواکو د يادې ورځې په نمانځ‌غونډه کې وویل چې په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي او ایران او ترکیه هم د ورځې زرګونه افغانان په زور له خپلو هېوادونو را وباسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) له عمومي مشرې امي پوپ سره په ليدنه کې ویلي چې د کډوالو له موضوع سره باید د کوربه هېوادونو له خوا سیاسي چلند ونه شي؛ ځکه کډوال نه یوازې دا چې په کوربه هېواد بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختیا او اقتصادي وده کې هم د پام وړ ونډه لري.

دغه راز، د کډوالۍ نړۍوال سازمان عمومي مشرې د کډوالو موضوع په سياسي کولو خواشيني څرګنده کړې او له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې له اکتوبر میاشتې راوروسته په ټوله کې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

کابل ته د مولانا فضل‌الرحمن راتګ

تېره اونۍ په اسلام‌اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سرداراحمد شکېب د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړه او ورسره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، اسلامي امارت هېواد ته د مولانا فضل‌الرحمن د بلنې موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوسنیو ستونزو حل ګڼي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version