ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لس کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو

28 Oct 2023 - 17:59
28 Oct 2023 - 17:59

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): تېره اونۍ یوناما افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، خو ا.ا رد کړه، ځینو سرچینو له ا.ا سره پر ډیپلوماتیک تعامل ټینګار وکړ او اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۴۲ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې دفتر وايي له افغانستان سره دې ډیپلوماتیک تعامل وشي.
  • د افغانستان په چارو کې د م.م ځانګړی همغږي‌کوونکی: هیڅ هېواد په افغانستان کې جګړه نه غواړي.
  • ځینو بهرنیو سرچینو له افغانستان سره پر ډیپلوماتیک تعامل او د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ناسم پوهاوي پر لرې کولو ټینګار وکړ.
  • ملاله یوسفزۍ: د پاکستان له حکومته غواړم چې د افغانانو ډله‌ییز اخراج پر عجولانه سیاست له سره غور وکړي.
  • یوناما افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، خو ا.ا رد کړه.
  • اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۴۲ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې د تېرې جمعې په شپه د یوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، هلمند کې دوه غله له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، ننګرهار کې د کرکټ بریا د خوښۍ په ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي، فارياب کې يوه ۱۶ کلن هلک خپل پلار وژلی، ناپېژاندو وسله‌والو په همدې ولایت کې يوه ۲۰ کلنه نجلۍ وژلې او د هغې کونډه مور يې ټپي کړې، ننګرهار کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي دی او فارياب کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دی او کندهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه ټپیان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له افغانستان سره د ډپيلوماټیک تعامل اړتیا

افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د دفتر مسوول نیل ټرنر له افغانستان سره د نړۍ ډپيلوماټیک تعامل غوښتنه کړې او زياتوي چې په دې کار سره به په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره لا ښې مرستې وشي او د هېواد بیارغونې لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې ډېر سفارتونه فعال شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنټ وایي، افغانستان کې د ښځو حقونو خوندیتوب به د افغانستان له سرپرست حکومت سره په رسمیت پېژندنه کې مرسته وکړي.

په ورته مهال، د افغانستان په چارو کې د م.م ځانګړی همغږي‌کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو وایي، ملګري ملتونه هڅه کوي څو د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی لرې شي او له افغانستان سره پر تخنیکي او پراختیایي مرستو کار وشي.

هغه زیاته کړې: «موږ غواړو چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولرو، هیله لرو چې افغانستان له ګاونډیو او نړۍ سره په سوله او ارامۍ کې و اوسي او د بین‌المللي ټولنې فعال غړی وي.»

دغه راز، فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي، هیڅ هېواد په افغانستان کې جګړه نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ عربي متحده اماراتو ته د اسلامي امارت له لوري استول شوي نوي سرپرست سفیر مولوي بدرالدین حقاني خپله دنده پیل کړه.

پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیون بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

د راپورونو له مخې، پاکستان کې افغان کډوال نیول کېږي او زنداني کېږي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت قونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو ځورونه لا هم دوام لري او ډېره شوې ده.

دغه راز، پاکستان کې د افغان کډوالو شورا په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر ځورول کېدو نیوکې لري او وايي چې د پاکستان دولت اوس افغان کډوال له خپلو کورونو او هټیو وباسي.

له دې سره سم، د پاکستان یو شمېر سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون ته په عریضه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې په زوره د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بيا کتنه وکړي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پر پرېکړه نیوکه کړې او وايي: «زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غږ بدرګه کوم او د پاکستان له حکومته غواړم چې د ډله‌ییز اخراج پر عجولانه سیاست له سره غور وکړي.»

دا په داسې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې له پاکستانه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ شوی دی.

افغانستان کې د بشري حقونو له نقض څخه اندېښې

د بشري حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي افغانستان کې د بشري حقونو په اړه وضعیت بېړنيو حل لارو ته اړتیا لري.

دغه راز، یوناما په خپل درې مياشتنې راپور کې ويلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، د تېر حکومت له چارواکو او د مخکنیو امنیتي ځواکونو له غړو سره ناسم چلند، له زندانیانو سره ناسم چلند، د عاشورا پر لمانځلو محدودیتونه، خپل سرې نیونې او د بشري حقونو د فعالانو او رسنیزو کارکوونکو زنداني کول، هغه مسایل دي چې یوناما پرې اندېښمنه ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د يوناما راپور له حقیقته لرې بولي او زياتوي: «یوناما چې تل راپور خپور کړی، پروپاګند دی، هغوی د دې پر ځای چې د ستونزو حل ته متوجه وي، خپله دنده درک کړي، له ملګرو ملتونو سازمان او د دغه سازمان له دریځه ناوړه استفاده کوي او داسې څه خپروي چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره اړخ نه‌لګوي.»

د مرستو دوام

اروپایي ټولنې افغانستان کې د شاوخوا دوه میلیونه زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه ۹.۹ میلیونه یورو مرسته کړې، دغه راز يادې ټولنې افغانستان کې د رواني درملنې او نشه‌یي توکو استعمال له امله د اختلالاتو مخنیوي لپاره ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې او د يادې ټولنې چارواکو ويلي چې افغانستان کې له هغو کسانو سره چې د خوړو له کموالي سره مخ دي ۲۱ ميليون ډالره مرسته کوي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د کاناډا سفارت سلاکار الياس عرفان د قطر په دوحه کې د سرې مياشتې له مشر مطیع‌الحق خالص سره په ليدنه کې ويلي چې دغه هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک چارواکو د م.م له ځانګړي همغږي‌کووني فریدون سینیرلي ‌اوغلو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هېواد پر بانکي سکټور د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته واقعي راپور وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې له سیاسي تحول وروسته، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالره شتمني – چې د امریکا په بانکونو او نورو مالي موسسو کې په امانت ډول اېښودل شوې وه- کنګل کړه او د افغانستان پر بانکونو یې ځیني محدودیتونه ولګول.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version