ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

2 Mar 2024 - 17:27
2 Mar 2024 - 17:27

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه، خو ا.ا بې‌ځایه وبللې، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا وښوده او له افغانستان سره ۲۶،۷ میلیون ډالره مرسته وشوه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د م.م د استازي ټاکلو غوښتنه؛ مجاهد: دا غونډه بې‌پایلې وه.
  • افغانستان کې پر بشري وضعیت د بېنټ اندېښنه؛ مجاهد: د ا.ا پر وړاندې د پروپاګند هڅه ده.
  • بلینکن: پر افغان ښځو محدودیتونه افغانستان ته زیان اړوي؛ مجاهد: دا موضوع په امریکایانو پورې اړه نه لري.
  • د سپینې ماڼۍ ویانده: د دوحې هوکړې «طالبان» پیاوړي او په افغانستان کې یې د امریکا شریکان کمزوري کړل.
  • د دوحې تړون څلور کلن شو؛ متقي: امریکایانو ۱۷۰۰ ځله نقض کړی؛ امریکا: «طالبانو» ژمنې نه دي عملي کړې.
  • کابل کې د بریتانیا شارژدافیر: لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري.
  • اروپایي ټولنې، سوېلي کوریا او بریتانیا له افغانستان سره شاوخوا ۲۶ اعشاریه ۷ میلیون ډالره مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وایي، سمنګان کې يو تن د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، لغمان هم کې يو تن د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او ناپېژانده وسله‌والو هلمند کې يو ۸۷ کلن سړی او د هغه مېرمن وژلي دي.

د راپورونو له مخې، غزني کې يو ۱۶ کلن هلک د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه

تېره اونۍ، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ارزولو په موخه د تړلو دروازو شا ته غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د دې ناستې په اړه ويلي: «له سرمنشي وغوښتل شول چې (ملګري ملتونه د افغانستان لپاره) استازی وټاکي، دا بهیر روان دی، دلته زما د کلونو تجربې دا را زده‌کړل چې د مهالوېش په تړاو خبرې ونه کړم؛ خو زه پوهیږم چې دا مسأله خورا جدي او چټکه په پام کې نیول شوې او همدا چې یو څوک وټاکل شي موږ یې اعلانوو.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي چې د دې شورا د غړو ترمنځ د نظر یووالي د نشتون له امله دغه غونډه بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.

د امريکا، فرانسې، جاپان او بریتانيا په ګډون یوولسو هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې له پیل وړاندې په يوه ګډه اعلاميه کې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او د افغانستان له سرپرست حکومته يې وغوښتل چې د ښځو په ګډون د هېواد د وګړو حقونو ملاتړ وکړي.

خو مجاهد، د دې اعلامیې په اړه ويلي، د افغانستان په تړاو د يادو هېوادونو معلومات ډېر کم دی؛ ځکه داسې اعلاميې خپروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۵ پړاو نهمه غونډه

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارد بېنټ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۵ پړاو نهمه غونډه کې د افغانستان په اړه راپور وړاندې کړ.

هغه وویل: «له ښځو سره د طالبانو د دوه‌ګوني چلند مسله باید نه یوازې په نړۍواله جنايي محکمه، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې د بشري حقونو د نقض اړوند قضیې په کې فیصله کېږي.»

هغه ادعا کوي چې په افغانستان کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د بشري حقونو برخه کې بدلون نه دی راغلی، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو پر وړاندې دوه‌ګونی چلند سیستماتیک کړی او هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان دي، کېدای شي «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي.

خو ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بېنټ راپور بیا هم د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.

هغه ویلي، د پخوا په نسبت ټول افغانان، ښځې او نارینه په مراتبو فزیکي، مالي او روحي مصئونیت لري، څوک د چا پر حق تجاوز نه شي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

مجاهد د بېنټ د راپور له وړاندې کولو مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه په غزه کې د بشري وضعیت اړوند یوه ویډیو خپره کړې وه او ورسره یې لیکلي وو چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه ګټه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې له بشریت سره دغسې چلند روان دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر بلینکن په دغه وزارت کې «د افغان ښځو اقتصادي مقاومت ایتلاف» (AWER) غونډه کې ویلی چې په تېرو څو کلونو کې له سختو بنديزونو سره سره بیا هم افغان ښځې او نجونې هوډمنې دي چې زده‌کړې، کار او د خپل راتلونکي لپاره هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

هغه وویل: «پر ښځو محدودیتونه ټول افغانستان ته زیان اړوي.»

خو مجاهد وايي، امریکا له افغانانو او افغان ښځو سره خواخوږي نه لري، بلکې خپلې ګټې لټوي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان قضیه امریکا پوړې اړه نه لري، د ښځو حقونه دلته خوندي دي او که خوندي هم نه وي افغانستان په خپله هغو ته رسېدنه کوي او دا موضوع د افغانانو خپله موضوع ده.»

د دوحې تړون

د دوحې تړون له اوږدو خبرو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر او د امریکا متحده ایالتونو په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشي کول، د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلول او د امریکا له خوا د بندیزونو لرې کول د دې هوکړې ـ چې څلور کلنه شوه – مهمې برخې وې او په کې راغلي چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت خلاف نه کارول کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییرد دوحې تړون په اړه ویلي، امریکا اړه وه چې تړون عمل کړي، له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په هغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي؛ خو هغه زياتوي چې د دوحې هوکړې «طالبان» پیاوړي او په افغانستان کې یې د امریکا شریکان کمزوري کړل.

امریکايي چارواکي وايي چې اسلامي امارت د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

اسلامي امارت بیا د دوحې تړون د لاسلیک عامل د خلکو شل کلنه مبارزه، مجاهده، قرباني او ستړيا بولي او وايي چې امريکايان یې دې ته اړ ایستل چې د یوه تړون له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د دغه تړون ځينې برخې امريکايانو نه دي عملي کړې او لا هم ستونزې وجود لري.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلی چې امریکا له دغه تړونه ۱۷۰۰ سرغړونې کړې دي.

لندن: له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لرو

تېره اونۍ، کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانستان د ثبات او هوساینې په موخه چمتو دی له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

هغه هیله وښوده چې اسلامي امارت او ملګري ملتونه په خپلو موقفونو کې بدلون او نرمښت راولي څو د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مثبت تعامل ته زمینه برابره شي.

بشري مرستې

تېره اونۍ، اروپایي ټولنې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې، له افغانستان سره څه باندې ۲۰ میلیون یورو، سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر او بريتانيا له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون پونډ مرسته وکړه.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version