ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډیکسن: لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري

ډیکسن: لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري

author avatar
29 Feb 2024 - 18:23
ډیکسن: لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري
author avatar
29 Feb 2024 - 18:23

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانستان د ثبات او هوساینې په موخه چمتو دي له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د بریتانیا شارژدافیر وویل چې لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانستان د ثبات او هوساینې په موخه چمتو دي له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

هغه له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، وچکالۍ د افغانستان په ګډون ټوله سیمه ځپلې او بریتانیا هوډ لري له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

نوموړي د دوحې وروستۍ غونډه مهمه وبلله او ویې ويل، په دې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د تمې خلاف و.

هغه دغه زار دا ډول غونډې د افغانستان د بيارغونې او له نړۍ سره د وصلولو لپاره ښه فرصت یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکو ناستو کې اسلامي امارت هم ګډون ولري.

هغه زیاتوي: «د دوحې په غونډه کې د ټولو ګډونوالو اجماع دا وه چې افغانستان کې دې امن وي، بندیزونه دې لرې شي، یو قوي او ټولګډونه حکومت دې رامنځته شي او د افغانستان د سوکالۍ او رفاه لپاره دې کار وشي.»

هغه هیله وښوده چې اسلامي امارت او ملګري ملتونه په خپلو موقفونو کې بدلون او نرمښت راولي څو د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مثبت تعامل ته زمینه برابره شي.

دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، په افغانستان کې یو پياوړی مرکزي او خپلواک حکومت موجود دی، سرتاسري امنیت ټینګ دی، د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق له منځه تللی او له افغانستانه هېچاته ګواښ متوجه نه دی.

نوموړي دغه راز ویلي، په نړۍوالو ناستو او غونډو کې د افغان ملت استازولي یوازې اسلامي امارت کولای شي او دوحې غونډې ته چې کوم کسان دعوت شوي وو، نه د افغانستان استازولي کولای شي او نه یې افغانان د استازو په توګه مني.

هغه زیاته کړې، د دوحې په ناسته کې نه ګډون په دې معنی نه دی چې اسلامي امارت له نړۍوالو سره تعامل نه غواړي، که په راتلونکي کې یې غوښتنې په نظر کې ونیول شي، چمتو دي معنی لرونکی او اغېزمن ګډون ولري.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.