ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر مرسته وکړه

سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر مرسته وکړه

author avatar
27 Feb 2024 - 11:05
سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر مرسته وکړه
author avatar
27 Feb 2024 - 11:05

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال سازمان وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر بشري مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده مرسته د سوېلي کوریا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د قحطۍ مخنیوي او د خلکو ژوند ژغورلو لپاره د بېړنیو خوړو برابرولو لپاره کړې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان مدیر هیسائو وي لي ویلي چې د بېوزلو افغانانو د ژوند ژغورلو، ملاتړ او هغوی ته مرستې رسول خورا مهم دي.

ورته مهال، یادې ادارې زیاته کړې چې په تېر میلادي کال کې یې افغانستان کې لږ تر لږه ۱۹ میلیون افغانانو ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې چې پرون د خوړو نړۍوال پروګرام وویل، د خوراکي توکو مرستو او افغانستان کې یې د فعالیتونو لپاره په شپږو راتلونکو میاشتو کې ۷۶۰ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.