ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د «سوځېدلي موټر» ترخه کیسه؛ یو سړی له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې د یوې مرګونې پېښې قربانیانو له قبر سره اوسي

23 Jul 2023 - 17:42
23 Jul 2023 - 17:42

تالقان (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ۶۰ کلن مینګ‌محمد له ۳۳ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې د تخار – کندوز پر عمومي سړک په یوه هدیره کې شپې او ورځې تېروي؛ هغه د «سوځېدلي موټر» په سیمه کې د یوې مرګونې پېښې کیسه کوي.

 د تخار ولایت دغه اوسېدونکی ۴۰ کاله مخکې د ملکي خلکو پر بس موټر د روسي عسکرو د برید داسې کیسه کوي: «د ۱۳۶۳ کال د اوړي یوه ورځ وه، هغه مهال چې روسان په افغانستان کې وو، یو ۳۰۲ موټر چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری ملکي کسان په‌کې سپاره وو، د تالقان له ښاره د تخار – کندوز پر عمومي سړک پرتې چینزه‌یي سیمې ته پر لاره و چې ناڅاپه شوروي ځواکونو پرې برید وکړ.»

دی وايي، د دغه برید په پایله کې ۷۲ کسان په بې‌رحمۍ ووژل شول، ان ځینو ښځو په داسې حال کې چې خپل واړه ماشومان یې په غېږو کې وو، وژل شوې وې؛ داسې یوه شېبه وه چې په لیدو یې د هر سړي له سترګو اوښکې روانې وې.

دغه سپین‌ږیری وايي: «له هغه وخت وروسته دغه ځای چې یاد موټر په‌کې سوځېدلی، د سوځېدلي موټر په نوم یادیږي چې د هېواد ډېری وګړي، په ځانګړې توګه د شمال خلک له دغه نوم سره بلد دي او د تخار – کندوز پر عمومي سړک د تلو پر مهال په دغه سوځېدلي موټر کې راځوړندې ټوټې لیدل کېږي.»

هغه چې په خپله هم د جګړې قرباني دی، لاس او پښې ته یې زیان رسېدلی وویل، په دې پېښه کې د هغه د ځینو ملګرو او هېوادوالو له وژل کېدو وروسته ده پرېکړه وکړه چې د ژوند تر وروستیو به لږ تر لږه د هغوی د ناځوان مردانه وژل کېدو او ملګرۍ په پاس د سوځېدلي موټر نوم ژوندی ساتي.

اوس چې ۳۳ کاله کېږي مینګ‌محمد له خپلې کورنۍ لرې، د دې پېښې د قربانیانو د هدیري ساتنه (منجوري) کوي وايي: «ومې کولای شول د ۱۵۰ زره افغانیو په راټولولو سره له دغه موټره کټاره تاو کړم او ساتنه یې وکړم، په دې موده کې مې هیڅکله د ستړیا احساس نه دی کړی.»

هغه په کړوپه ملا چې د یادې پېښې درد یې اوس هم په څېره کې ښکاري، له اوسني حکومته غواړي چې نور د افغانستان په خاوره کې هیچا ته د لاسوهنې اجازه ور نه کړي څو نور د خپلو هېوادوالو د وژل کېدو شاهد نه وي.

مینګ‌محمد چې شپه او ورځ د یادې پېښې د قربانیانو له ډله‌‌ییز قبر سره تېروي، یوه بوشکه کې یې د څښاک له اوبو ډکه کړې او هر تېرېدونکي ته یې ورکوي وايي: «هیله لرم چې نور د هېواد په هیڅ سیمه کې د بم او باروتو غږ وانه‌ورېدل شي څو خلک په پوره امنیت کې ژوند وکړي.»

د خلکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چې د تخار – کندوز پر عمومي لاره شوې، د ښځو، ماشومانو او هغه مهال مجاهدینو په ګډون ۷۲ کسان په‌کې وژل شوي او ۲۰۳ بس موټر اور اخیستی و او اوس دغه ځای د سوځېدلي موټر په نوم یادېږي.

د پېښې اوسېدونکی او د سوځېدلې موټر د پېښې عیني شاهد هم تریخ او دې ته ورته یو روایت لري؛ دغه موټر چې سپرلي هم په کې وو، د تالقان ښار ته پر لاره و چې د شوروي ځواکونو ټانکونه پر سړک کتار ولاړ وو، د وخت یو شمېر مجاهدینو حالت چې کله یې د شورویانو ګڼه ګوڼه ولیده، خراب شو، هڅه یې کوله چې د هغوی له سترګو ځان پناه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «ځینو مجاهدینو پرېکړه وکړه چې دا مسافر وړونکی بس بېرته وګرځوي او ځانونه امن ځای ته ورسوي چې ملکي خلک هم په کې سپاره وو، مجاهدین په دې وتوانېدل چې موټر له خپل اصلي مسیره وګرځوي چې ناڅاپه د شوروي ځواکونو سترګې پر مجاهدینو ولګیدې او پر بس یې برید وکړ چې له امله یې د یو شمېر اشنا مجاهدینو په ګډون ټول سپرلي قرباني شول.»

نوموړی زیاتوي، کله چې روسانو یاد موټر د سپکو او درنو وسلو تر ډزو لاندې ونیو، کوم مجاهدین چې په بس کې وو، هغوی هم وسلو ته لاس کړ، د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیلېږي، ساعتونه یې دوام درلود، د یاد موټر سپرلي په ساعتونو په لوګیو او باروتو کې وسوځېدل.

نوموړي زیاته کړه، د هغې ورځې پر سبا خلک د پېښې په ځای کې راټولېږي او ویني چې ټول په اور کې سوځېدلي، ان د ډېرو څېرې هم د لیدو او پېژندلو وړ نه وې، د سیمې خلکو پرېکړه وکړه چې د دې پېښې ډېری قربانیان په ډله‌ییز قبر کې خښ کړي.

د سوځېدلي موټر دا عیني شاهد زیاتوي، د هېوادونو یرغل د خلکو لپاره له ورانولو پرته بله پایله نه درلوده، خو بیا هم په دغه هېواد کې هر ظالم ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوی دی.

د هغه په باور، اوس چې په نسبي ډول امنیت تامین شوی، هیله لري چې نور د هیڅ ډول جګړې، نښتې او د کورنیو د بې کوره کېدو شاهد ونه اوسي.

ورته مهال، د سیاسي چارو ځیني کارپوهان پر یوه هېواد یرغل له هر اړخه وژونکی ګڼي او وايي چې پر یوه هېواد یرغل په بېلابېلو برخو کې له منفي پایلو پرته بله ګټه نه لري.

د نړۍوالو اړيکو برخې شنونکي ډاکټر سبحان‌الله سبحاني پژواک ته وويل چې نظامي یرغل فرهنګي برخه زیانمنه کړه؛ ځکه پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال ښوونځي، پوهنتونونه او ديني مدرسې وتړل شول چې له فرهنګي اړخه يې هم د افغانستان لپاره منفي پايلې درلودې.

نوموړي وويل چې دغه يرغل پر اقتصادي برخې هم ناوړه اغېزې درلودې، کار نه و، د سوداګرۍ زمینه برابره نه وه، د توکو بیې تر وروستي بریده لوړې شوې وې، خلکو ان خپلې کرنې ته رسېدنه نه شوای کولای، زېربناوې ټولې له منځه تللې وې چې دا خپله د کورنيو د اقتصادي بېوزلۍ لامل وو.

د هغه په وینا، هر یرغل چې پر دغه هېواد ترسره شوی، د دې لامل شوی چې افغانان ونه شي کولای یو پیاوړی نظام رامنځته کړي.

هغه تېرو تجربو ته په کتو په دغه هېواد کې د پرمختګ یوازېنۍ لار د بېلابېلو قومونو ترمنځ یووالی ګڼي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید له فرصته په ګټې اخیستنې د هوساینې او سوکالۍ لپاره هلې ځلې وکړي او هیڅ هېواد ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

Views: 139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version