ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د تېلو پمپونو مالکان وایي، د سړکونو غاړو تېل‌پلورونکو یې کاروبار زیانمن کړی

25 Jul 2023 - 18:45
25 Jul 2023 - 18:45

زرنج (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): نیمروز کې د تېلوټانکونو ځيني مالکان وایي، دغه ولایت کې د سړکونو غاړو تېل‌پلورونکو د دوی کاروبار زیانمن کړی او د خپلو تېلو پمپونو تړلو ته اړ شوي دي.

هغوی وایي، د سوداګرو میلیونونه پانګه چې د باکیفیته او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لګول شوي بی‌ځایه تللې او حکومت د دې ستونزې هوارولو لپاره هڅه نه ده کړې.

د زرنج ښار په بلوار صلح سیمه کې د یوه تېلوپمپ مالک محمدصدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، پنځه کاله مخکې یې دغه پمپ جوړ کړی او میلیونونه افغانۍ یې پانګونه کړې، خو له شپږو میاشتو راهیسې د سړکونو غاړو تېل‌پلورونکو له امله یې فروشات کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د نیمروز تېلوبازار د تېلو مافیا په انحصار کې دی، ځيني سوداګر چې په غیرقانوني ډول بازار ته تېل واردوي، هغه په بشکو او بوتلونو کې په پرچون پلورونکو پلوري او دغه راز بې‌کیفیته تېل بازار ته راځي چې دا چاره زموږ د کاروبار د رکود لامل شوې ده.»

نوموړي د قاچاقي او بې‌کیفیته تېلو واردول د هغو ټانکونو او سوداګرو لپاره چې په قانوني ډول تېل واردوي یوه ستونزه وبلله، او ویې ویل چې دا ستونزه اوسنۍ نه ده بلکې د جمهوریت له وخته شتون لري.

 محمدصدیق وایي: «ما هېواد ته د خدمت په موخه په خپل پمپ سټېشن ۲۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې څو خلکو ته باکیفیته خدمات وړاندې کړم، خو د حکومتونو بې‌غورۍ زما او د سلګونو نورو سوداګرو د کاروبار د رکود لامل شوې ده.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې په نیمروز کې د تېلو بازار په خپل کنټرول کې ونیسي څو له یوې خوا خلک زیانمن نه شي او له بلې خوا د سوداګرو پانګونه بې‌ځایه لاړه نه شي.

دغه ښار کې د یو تېلوټانک مالک وزیر احمد هم ورته شکایت لري او وایي چې لسګونه خلک د زرنج ښار په کوڅو او ولسوالیو کې د سړکونو پر غاړو په بشکو کې تېل پلوري.

نوموړي زیاته کړه: «که پخواني حکومت د قاچاقي تېلو په مخنیوي کې جدي مبارزه کړې وای نن به د تېلو دومره ټانکونه نه وای تړل شوي او خلک به د بې‌کیفیته تېلو د راوردلو له امله شکایت نه کاوه.»

نوموړي ادعا وکړه چې دغه ولایت کې د ۵۵ تېلوټانکونو له ډلې ۳۴ یې غیرفعاله شوي او یوازېنی لامل یې د سړکونو غاړو تېل‌پلورونکي دي.

هغه وویل: «ما په خپله د تېلو په پمپ ۱۸ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې وه حکومت ته مې مالیه ورکوله، د نفتي موادو امریت ته مې کمېشن ورکاوه، خپل پرسونل ته به مې معاش او امتیاز ورکول، خو فروش مو نه درلود مجبور شوم چې و یې تړم.»

هغه له مسوولینو غواړي چې د سړکونو غاړو تېل‌پلورونکو مخه ونیسي.

زرنج ښار کې ۶۰ متره سړک کې د تېلو ټانک یو مالک رحم‌الدین وایي، مخکې یې په ورځ کې تر سلو زرو افغانیو عاید درلود خو اوس دغه اندازه عاید یوې اونۍ کې هم نه لري.

هغه وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د خپل پمپ تړلو ته اړ شي.

هغه زیاته کړه: «د تېلو بازار پرچون پلورونکو او د تېلو قاچاقچیانو په لاس کې دی چې بې‌کیفیته تېل ښار ته را داخلوي او د سړک پرغاړو یې په بشکو کې پلوري.»

دغه راز، په نیمروز کې د افغانستان جایدادونو او د تېلو، نفتو او ګازو ټانکونو رییس حفیظ‌الله عاصم پژواک ته وویل، نیمروز کې ټول ۸۵ خصوصي او یو دولتي پمپونه موجود دي چې له دې ډلې ۳۰ پمپ سټشنونه په دلارام ولسوالۍ او ۲۳ پمپ سټېشنونه په زرنج ښار کې فعال دي او ۳۲ پمپ سټېشنونه غیر فعال دي.

هغه د غیرفعال پمپ سټېشنونو لامل د تېلو پرچون پلورونکي یادوي او زیاتوي: «پرچون پلورونکي چې په هرو ۲۰ مترو کې د سړکونو پر غاړو په بوتلونو او بېلرونو کې تېل پلوري، د پمپ سټېشنونو د تړل کېدو لامل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، د تېل‌ پرچون پلورونکو په خصوصي سکتور، د دولت پر عوایدو او دغه راز پر چاپېریال منفي اغېز کړی دی.

نوموړي وویل: «کله چې یو پمپ سټېشن جوړیږي، پر هغه له ۱۰ تر ۱۸ لکو افغانۍ پانګونه کېږي چې د خدماتو له وړاندې کولو وروسته اړ دي چې مالیې وزارت ته مالیه ورکړي، نفتي موادو امریت ته کمېشن ورکړي او همداراز ضایعات او اداري مصارف هم لري، خو پرچون پلورونکی له دغو ټولو مصارفو استثنا دي، کله چې مالیه ور نه کړي دا په خپله د دولت پر عوایدو منفي اغېز لري.»

هغه وایي، دا چې پرچون تېل ناخالصه دي کله چې په نقیله وسایطو کې سوځي، په فضا کې غلیظ دودونه خپروي چې د انسان روغتیا ته هم ضرر رسوي.

سرچینې زیاته کړه: «د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت پالیسې مطابق یوازې د نفتو او ګازو د کمیت څارنه کوي د تېلوپمپ سټېشنونو کیفیت د نورم او سټنډرد ادارې کار دی او موږ په دې برخه کې مسوولیت نه لرو.»

هغه وویل د نفتو او ګازو ادارې د تېلو پرچون پلورونکو د مخنیوي په موخه په ځينو ولایتونو کې لکه پکتیا کې اقدامات ترسره کړي او دا ستونزه په ځينو ولایتونو کې حل شوې ده.

عاصم وایي: «په هغه صورت کې چې د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ له موږ سره همکاري وکړي موږ دا ستونزه هوارو، بیا هم هڅه کوو څو د غیرقانوني تېلو مخه ونیسو او دا ستونزه په نیمروز کې هم حل کړو.»

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version